1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د داعش راډيو ۹۰ دقيقې خپرونه

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ دی ۱, سه‌شنبه

تروريستي ډلي «اسلامي دولت» په افغانستان کي د «خلافت ږغ» راډيو خپروني پيل کړي دي. د دغه راډيو د خپرونو هدف د جنگيالیو جذب دئ. ويل سوي دي چي داعش په افغانستان کي له زرو تر درو زرو پوري جنگيالي لري.

https://p.dw.com/p/1HRVA
انځور: picture-alliance/dpa

تروريستي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) د افغانستان په ختيځ کي د «خلافت ږغ» په نوم يوه راډيو فعاله کړې ده چي د ورځي ۹۰ دقيقې په پښتو ژبه خپروني لري. په دغه راډیو کي مرکې، اعلاميې يا ترانې خپريږي.

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي داعش پلان لري چي په دغه تبليغاتي وسيلې سره جنگيالي جذب کړي او په دې سره وکولای سي د طالبانو په پرتله خپلي ريښې وغځوي.

افغان چارواکو هم په دې اړه اندېښنه ښوولې ده. دوی دغي افراطي ډلي ته د ځوانانو د جذب په برخه کي سخته اندېښنه لري.

د ننگرهار د ولايتي شورا رئيس احمد علي حضرت رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «زموږ ډېر وگړي بې کاره دي او دغه راډیو به ډېر ځوانان له داعش سره يو ځای کېدو ته وهڅوي.» د داعش راډيو په ننگرهار کي اورېدل کيږي.

د حضرت په خبره «اوس داعش د جلال آباد په اووه کيلومترۍ کي دئ، که حکومت چټک غبرگون ونه ښيي، داعش به د راډیو خپروني پراخي کړي او حتی له کابله به جنگيالي ورته راسي.»

د ننگرهار چارواکو ويلي دي چي تر اوسه د دغي راډيو چي د خپرېدو ځای ئې هر وخت بدلون مومي، د فريکانسيو په محدودولو کي پاته راغلي دي.

په افغانستان کي د داعش د قدرت او جنگياليو د شمېر او دغه راز په عراق او سوريه کي له داعش سره د هغوی پيوستون په اړه د نظر اختلاف سته.

امنيتي چارواکي وايي چي په افغانستان کي د داعش غړی هغه کسان دي چي پخوا له طالبانو سره ول او وروسته د خپل منځي اختلافاتو له کبله سره جلا او له داعش سره يوځای سوي دي.

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل تيره اوونۍ ويلي ول چي په دغه هيواد کي د داعش جنگياليو شمېر له زرو تر ۳۰۰۰ پوري دئ او که ئې پر وړاندي اقدامات ونه سي کيدای سي چي نور هم ډېر سي.