1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د زور زياتيو لمن ورځ تر بلي پراخيږي

۱۳۸۸ آذر ۲۴, سه‌شنبه

د کابل د تر ټولو په خوندي سيمه وزير اکبرخان کي د نن ورځي پيښي دا و ښوده چي په افغانستان کي د زور زياتيو لمن ډيره پراخه سوې او هيځ ځای سړی په امن کي نسي پاتېداې...

https://p.dw.com/p/L2ua
د کابل په وزير اکبر خان مېنه کي تر چاودني وروسته يو ځوان د منډي په حال کي
د کابل په وزير اکبر خان مېنه کي تر چاودني وروسته يو ځوان د منډي په حال کيانځور: AP

څنګه چي د رويتر د خبرر سولو آژانس په يوه رپوټ کي ويل سوي، نن سهار د کابل ښار د وزير اکبر خان په سيمه کي چيري،چي زياتره بهرني ډیپلو ماتان او حکومتي مامورین ژوند کوي او هلته ډیر سخت امنیتي تدابيرهم وه، یوه سخته چاودنه سوې ده.

ويل کيږي لږ تر لږه څلور کسه په دغه پيښه کي وژل سوي او ډیر نورکسان ټپیان سوي هم دي. لکه څنګه چي په خبر کي ويل کيږي، چاودنه دومره سخته وه، چي تر سلو متروپوري لري ودانيو ښيښي ماتي سوي، او توري دوړي دهغه ځايه څخه راپورته سوي چيري، چي چاودنه شویي ده.

د نن ورځي پېښه ددي حقيقت ښکارندوی بلل کیږي، چي په افغانستان کي د زرو زیاتيو لمن ډيره پراختیا موندلې او هغه خبره چی د 2004 ميلادي کال دجون په مياشت کي د امریکا دمتحده ایالاتو جمهورريس جورج ډبليو بوش به ويل، چي موږ دلته د ترهګرو په مقابل کي لومړی بری تر لاسه کړی او دوه کاله وروسته کله چي برتانوي عسکر د افغانستان سويلي نا آرامو سیمو ته لیږل کيدل ،نو ددغه هیواد د وخت ددفاع وزيرجان رايد ويلي و، چي زموږ عسکر به یو وخت له دغه هیواده څخه بيرته په څټ سي، پرته له دې چي دوي يو ټک هم کړی وي.

خو نن ورځ ليدل کیږي، چي د بوش او دجان رايد دغه اټکلونه، لکه د زياتو نورو دغه راز اټکلونو په شان بيخي غلط ول. رښتیا خبره داده چي په 2009 میلادي کال کي په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو لپاره دهغي مودې څخه راپه دېخوا چي طالبان د ځواک له مسنده څخه ليري سوي، یو بيساری خونړی کال و او داسي ښکاري، چي په 2010 میلادي کال کي به هم په دغه هیواد کي جګړې او د وينو بهول دوام ولري.

په روان کال کي نړیوال سوله ساتونکي ځواکونو په کابل کي دې پریکړي ته ورسيدل چي نور به د خپلو عسکرود وژل کيدو په خاطر له دې څخه صرف نظر کوي، چي په ښار کي بيرغونه نیمه ځوړند وي، ځکه که دوی دا کار وکړی نو تقریباً هره ورځ به په ښار کي بیرغونه نیمه ځوړند وي.

په وزير اکبرخان مېنه کي د يو هوټل مخ ته چي اکثره وخت بهرني مېلمانه پکښي اوسيږي تر چاودني وروسته ويجاړ موټر تر سترګو کيږي.
په وزير اکبرخان مېنه کي د يو هوټل مخ ته چي اکثره وخت بهرني مېلمانه پکښي اوسيږي تر چاودني وروسته ويجاړ موټر تر سترګو کيږي.انځور: AP

د رسمي رپو ټونو له مخه، په روان ميلادي کال کي په افغانستان کي د 400 څخه زيات بهرني عسکر وژل سوي دي په داسي حال کي چي په تير کال کي دغه شمېر 264 و .له بله پلوه ډیر شمېر مقاومت کونکي او افغان امنیتي ځواکونه هم په جګړو او زور زياتيو کي تلف سوي.

د 2009 ميلادي کال په لومړیو اتو میاشتو کي د ملګرو ملتونو د ټولني په يوه رپوټ کي په افغانستان کي د ملکي وګړو تلفات لږ تر لږه 1500 ښودل سوي ول. البته په دغه شمېر کي هغه ملکي وګړي نه دي شمېرل سوي، چي د سپتمبر د مياشتي په پيل کي په کندوز کي ديوې بمبارۍ له امله وژل سوي دي او سم شمېر يي لا نه دی معلوم.

له بله پلوه هم په آلمان اوهم په نورو هیوادونو کي د هغه وګړو شمېر هم ورځ په ورځ زیاتیږی، چي وايی، د افغانستان جګړه یوه بیځایه جګړه ده چي هيڅکله به ونه ګټل سي. داچي دغه جګړه به دماتي سره مخامخ سي، داخبره په افغانستان کي د ناټو او امریکايي ځواکونو سترقوماندان جنرال سټنلي میک کريسټال هم کړې ده. دغه امریکايي جنرال، چي د همدې روان ميلادي کال د جون د مياشتي راهيسي په افغانستان کي د نده په غاړه اخيستې، دا غوښتنه کړې ول، چي که چيري لږ تر لږه 40000 نو ر عسکر افغانستان ته وانستول سي، نو کيدای سي چي ناټو په افغانستان کي د طالبانو په مقابل کي له ماتي سره مخامخ سي. له همدې امله و چي د امریکا جمهور ريس بارک اوباما دا پریکړه وکړه چي 30000 نور امریکايي عسکر هم افغانستان ته واستوي.

سربيره پر دې به دناټو نور غړي هیوادونه هم په افغانستان کي د خپلو عسکرو په شمير کي لږ تر لږه 7000 نور زیاتوالی راولی، چي په دې توګه به دبهرنیو ځواکونو شمېر په دغه هيواد کي 150000 ته ورسیږي.

خو بیاهم په افغانستان کي سوله او ثبات نه سته ، او ورځ تر بلي افغانان بهرنیو ځواکونو او له بهره څخه دډيموکراسۍ راغلي سوغات ته دشک اوترديد په سترګه ګوري.

dpa/ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل