1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د سولي د ټنګښت لپاره د امريکا نوې نسخه

۱۳۸۸ آبان ۱۷, یکشنبه

دمتحده ايالاتومشرتابه غواړى په افغانستان كى دسولى دټينګښت لپاره يوه نوى نسخه عملي كړى اوهغه مخالفواومروروطالپانوته د پيسواوتنخاه وركول دي...

https://p.dw.com/p/KR5y
د امريکا د جمهورريس اوباما لپاره د افغانستان موضوع په روان وخت کي ډیره پېچلې ښکاري
د امريکا د جمهورريس اوباما لپاره د افغانستان موضوع په روان وخت کي ډیره پېچلې ښکاريانځور: AP / DW-Fotomontage

هغه طالبان چى له جنګ څخه لاس اخلي اووسله پرځمكه ږدي په مقابل كى به ټاكلى پيسى وركول كيږي اودخپلى سيمى دامنيت ذمه واري به په غاړه اخلي. په داسي حال كى چى د حامدكرزى په حاكميت کي په تيرواوه كالو كى طالبانوته د وسلى د كيښودو او د سوله ايزدپيل كيدواو د روغى جوړى لپاره د خبروزيات وړانديزونه شوي دي خو مرور او مخالفو طالبانو پر دى سربيره چى دى غږ ته ئى غوږنه دى ايښى تل ئى د بهرنيو ځواكونو د وتلو شرط وړاندى كړي دي او تردي دمه دغه لړۍ همداسي په الفاظوكى منحصرپاتى ده.

د امريكى دمتحده ايالاتوددى سوله ايزغږپه وړاندى دلته په افغاني كړيوكى هم راز رازغبرګونه ښودل شوي دي ځيني سياسي شنونكى دادسولى لپاره يوه لنډمهاله نسخه بولي ځينى ئى ديومخى ناكامه نسخه بولي اوځيني بياوائى دغه پيسى چى طالبانوته په نظركى نيول شو يدي بايددملي اردواوملي پوليسواوامنيتي ځواكونودپياوړي كولولپاره وكارول شي .

سياسي كارپوه وحيدمژد وائي چى كه چيرى احتمالا امريكادطالبانوسره خبرى كول غواړي نوڅنګه كولي شي چى په ځدراڼوكى دمولوي حقاني سره اړيكي ټينګى كړي هغاه راضي كړي اويايوداسي سړى ورته پيداكړي چى حقاني سولى اوخبرواتروته رامات كړي .خوپه دى لړكى جنرال اتل عبدالجباربياخوشبين دي اووائي چى زياتره طالبان داسي دي چى دبي وزلۍ غريبۍ اوبي كارۍ له مخى دطالبانودليكوسره يوځاى شوي اودټوپك چلولوته مجبوره شوي دي كيداى شي په دى اقدام سره دهغه دكسب لوري بدل شي اودجنګ نه لاس واخلي .

دغه رازدولسي جرګى غړى اودكورنيوچاروپخوانى وزيربياپه ټولنيزه توګه دامريكى ددى نسخى سره مخالف دي اووايي چى افغانان دځان دخرڅولوسره سخت مخالف دي كيدى شي داسي طالبان پيداشي چى دپيسودترلاسه كولولپاره دپيسوپه بدل كى ټوپك كيږدي خوداكاربه ئي شعوري نه وي اوډيركسان به دطالبانواومخالفانوپه نوم دتنخاګانوپه لستونوكى شامل شي خودسولى دټينګښت لپاره به هيڅ ګټه ونه كړى .

داپه داسى حال كى ده چى تردى مهاله دطالبانودمشرتابه ځاى ناسته مشر،كشراوان چى ددى ډلى وياند معلوم نه دى اونه تردى دمه پورى دكابل سره ددوى په ادرس كومه رابطه شوي ده ځكه نوكه دتنخاه اوپيسووركولولړۍ پيل كيږي ښايي ټول هغه غيرجنګي كسان پكښى دطالبانوپه نوم راجسترشي چى بى وزلي اوبى روزګاره دي اوددغسى يوى موقع په لټه كى و.

جمال کوټوال/ کابل

کتونکی. زيارمل