1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د طالبانو سره پټي خبري رواني دي

۱۳۸۹ مهر ۱۴, چهارشنبه

د ولسمشر حامد کرزي او طالبانو د استازو تر منځ پټي خبري اتري رواني دي تر څو په هغه هيواد کي اوږدې جګړې ته د پای ټکي کښېږدي.

https://p.dw.com/p/PWIX
انځور: AP

واشنګټن پوست ورځپاڼه د افغان او عربي سرچينو په حواله ليکي چي پټي خبري پيل سوي او داسي ښکاري چي دا ځل په لوړه کچه خبري اتر کيږي.

د ورځپاڼي په خبره دغه پټي خبري اتري د هغو ليدنو کتونو ادامه ده چي د حامد کرزي او طالبانو استازو يو کال د مخه په سعودي عربستان کي سره کتلي ول.

واشنګټن پوست ليکي چي هغه وخت خبرو ډيري ښې پايلي لرلي، چي د طالبانو استازو د خپلو لوړپوړ چارواکو لخوا ښه ملاتړ تر لاسه کړی.

دا څو وم وار دی چي د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د خبرو اترو ږغ راپورونه خپريږي. خو تر ډير لږ ځنډ وروسته هغه طالبان بيرته رد کړي.

ويل کيږي دغو کسانو ته چي اوس د طالبانو په استازيتوب د افغان حکومت سره خبري کوي پوره صلاحيت ورکړل سوی تر څو د ملا محمد عمر په نوم خبري وکړي.

ورځپاڼه ليکي چي دغه خبري د کوټي د شورا لخوا په لومړي ځل پيل سوي دي. د کوټي شورا د افغان طالبانو مشرتابه ته وايي چي د پاکستان څخه فعاليت کوي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه د خپلو سرچينو په استناد ليکي چي دغه خبري د سولي د يو تړون پر سر پيل سوي، چي له مخه به يې طالبان په حکومت کي ونډه ولري او د متحده ايالاتو او ناټو ځواکونه به د افغانستان څخه و ايستل سي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: نسيم صابر