1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د عاشورا مراسم تر سره سول

حسین سيرت/ سيد رياض۱۳۹۲ آبان ۲۳, پنجشنبه

د افغانستان د پلازمېني کابل په شمول د دغه هيواد په يو شمېر نورو ولایتونو کې د عاشورا ورځ ولمانځل شوه. د افغان ولسمشر حامد کرزي په شمول لوړ پوړي دولتي چارواکو او د ولسمشرۍ ته کاندیدانو هم په دغو مراسمو کې گډون وکړ.

https://p.dw.com/p/1AHYI
انځور: DW/H. Sirat

د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د نوومبر ۱۴) د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د عاشورا د مراسمو د ترسره کولو له پاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي ول. په مسجدونو او تکیه خانو کې د عاشورا د ورځې په مناسب ځانگړو مراسمو ته د افغان ولسمشر حامد کرزي په شمول جگپوړي دولتي چارواکي ورغلي ول او د دغه ورځې په اړه یې څرگندوې وکړې.

د افغان ولسمشر حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د غرمې مخکې په کابل کې د حضرت امام محمد باقر په جامع جومات کې د عاشورا په مراسمو کې ګډون وکړ.

د خبر پاڼې د وینا له مخې ولسمشر په دغو مراسمو کې د امام حسین او د هغه د یارانو روح ته دعا وکړه او په ټول هیواد کې یې د سولې، امنیت او د افغانانو تر منځ د یووالي د ټینگښت له پاره دعا وکړه.

د عاشورا په ورځ د کابل او یو شمیر نورو سیمو څخه راغلو کسانو د ابوالفضل په زیارت کې ځګرونه وټکل او د عزاداری مراسم یې تر سره کړل. په مسجدونو کې دیني علماوو د عاشورا د ورځې د پیښې په اړه معلومات ورکړل.

په ټول ښار کي سخت امنيتي تدابير نيول سوي ول
په ټول ښار کي سخت امنيتي تدابير نيول سوي ولانځور: DW/H. Sirat

افغان حکومت د پنجشنبې په ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې وه او په دې ورځ بازارونه او مارکیټونه هم تړلي ول. د امنیتي ځواکونوله خوا په دغه ورځ خاص امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په ټولو لارو کې پولیس د امنیت د ټینگښت له پاره موجود ول او کله به يې بدني تالاشۍ هم کولې.

د ماتم کوونکو څخه یو تن رسول وویل، چې پولیسو د عاشورا د ورځې له پاره سخت امنیتي تدابیر نیولي دي: «نن د عاشورا لسمه او د زانگو راایستلو ورځ وه. امنیت ډیر ښه وو. موږ د ابوالفضل زيات ته ولاړو د لارې په اوږدو کې هم امنیت ښه وو.»

د رپوټونو په حواله پر کابل سربیره په مزار شریف، هرات او یو شمیر نورو ښارونو کې هم د عاشورا مراسم ولمانځل شول.

په عین وخت کې د کابل یو شمیر اوسیدونکو وویل چې د عاشورا ورځ په یوې قبیلي پورې ځانگړې نه ده او ټول مسلمانان د دغه ورځې یادون کوي. د اسد الله په نوم د کابل ښار یو تن اوسیدونکی وایي چې دغه ورځ اهل تسنن او اهل تشیع ولمانځله: «اهل تسنن او تشیع د ورورگلوی په شان دغه ورځ لمانځي. داسې نه ده چې عاشورا یوازې په یوه قوم او قبیلي پورې تړلې ده. ټول دغه ورځ لمانځي.»

د عاشورا د ورځې امنیت د یوه ځانگړي کمېسیون له خوا چې پکې د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت او ملي اردو شامل دي، نیول شوی وو.

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د کابل په څلورو دروازو کې پوښتنې گرویږنې زیاتې شوي دي او پولیس د ښار په داخل کې د وسایطو تالاشي هم کولې، تر څو د عاشور په ورځ د هر ډول احتمالي پیښې مخه ونیولای شي.

د محرم الحرام لسمه (عاشورا) د اسلام د ستر پيغمبر د لمسي او يارانو روح ته د دعا په موخه هر کال د هيواد په مرکز او ولايتونو کې لمانځل کېږي.