1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د لويديځ مرستي د طالبانو جيبونو ته لويږي

۱۳۹۰ فروردین ۱۱, پنجشنبه

په افغانستان کي چي هر قراردادي د يو ځای د جوړولو يا رغولو پروژه تر لاسه کوي نو کوښښ کوي چي طالبانو ته هم پيسې ورکړي، تر څو ددوی د کار خنډ و نه گرځي.

https://p.dw.com/p/RECR
د افغانستان بيا رغاونه
د افغانستان بيا رغاونهانځور: DW

د ای ايف پي خبري آژانس ليکي چي د هيواد په جنوب کي يو افغان سوداگر، چي رحيم نوميږي هر وخت چي يوه پروژه ترلاسه کوي نو سمدلاسه د طالبانو ځايي قوماندان ته زنگ وهي او د هغه سره په سواد کي جوړ راځي.

آژانس لیکي چي رحيم د طالبانو نماينده ته په پټه د مياشتي ۲۰ زره ډالره ورکوي، تر څو ددوی د کارونو خنډ و نه گرځي.

رحيم وويلي « دا يوه ښه سودا ده، موږ خپله پروژه په ۷ مياشتو کي د ټاکلي مودې څخه ۲۰ ورځي د مخه خلاصه کړه او حتي پر موږ يو ځل هم کومه حمله نه ده سوې.»

د امريکا متحده ايالات او لويديځوال ملګري يې د افغانستان څخه دراوتلو دمخه کوښښ کوي چي د پرمختياي او بيا رغوني په برخو کي مرستي وکړي، خو ددغو مرستو مهمه برخه د هماغي چا جيب تو لويږي چي دوی ماتول غواړي.

د افغانستان په جنوبي او ختيځو برخو کي د بيا رغوني د پرژوزياتره کار پای ته رسيدلی، دغه سيمي جنګ تر ډيره حده ځپلي، او د زياتره سيمو کنترول يې د طالبانو په لاس کي دی.

حتي ناټو هم د امريکا لخوا دي ته تشويق سوې چي د طالبانو خلاف عملياتو تر څنګ بايد پرمختيايي او داسي نورو پروژو ته وده ورکړي، تر څو ددې لاري په منطقه کي سوله او امنيت راسي.

څو شرکتونو چي يا يې د خپلوي او يا يي هم د قامي لحاظه له طالبانو سره اړيکي لرلي، د ای ايف پي خبري آژانس ته دوه داسي اسناد ښکاره کړی، چي يوهغه قرارداد چي د ناټو او يا د ناټو د ټيکه دار سره لاسليک سوی، او بل هغه خط چي د طالبانو د يو مشر لخوا لاسيک سوی چي پروژې ته د کار اجازه ورکړل سوې.

خو دغه ستراتيژی هميشه کار نه کوي، د رحيم يو سيال شهير کوښښ وکړی چي د افغانستان په يوه جنوبي منطقه کي د طالبانو سره ورته يو سودا وکړي، خو طالبانو دا ونه منله. وجه يي داوه چي منطقه خورا مهم ستراتيژيک اهميت لري.

شهير غوښتل چي په هر صورت د سړک جوړولو کار ته ادامه ورکړي، خو دی په دې ونه توانيدی چي خپل کار ته ادامه ورکړي.

شهير وويل « طالبانو د سړک چار چاپيره ماينونه ښخول او کله به يې پر موږ مستقيمي حملې کولې، ما خپل ۲۴ تنه کارکوونکي او شاو خوا ميليون ډالر له لاسه ورکړل.»

خو يو سوداګر بيا وايي چي طالبان د هغه چا په مقابل کي چي د ځايي خلکو ملاتړ ورسره وي او يا دوی ته ددغي پروژي ۱۰ ٪ ورکوي سترګي پټوي.

د ناټو ځواکونو يو وياند چي د ايتلافي ځواکونو مشري په غاړه لري اي ايف پي ته وويل چي په دې اړه زموږ قانون « دا په ډاګه کوي چي دبيا رغوني سرمايه د هغو قرارداديانو لخوا په مصرف رسول کيږي چي د افغانستان د خلکو ګټي په کي خوندي وي.»

خو دافغانستان دولت په دي اړه بيا وايي چي ددي قضيي سره کوم مشکل نلري، د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال احمد شاه وحيد وايي « هغه شرکتونه چي طالبانو ته پيسي ورکوي زموږ مشکل ندی.» « تر ټولومهمه داده چي کار سرته ورسيږي».

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل