1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د مالياتو لوړ والی

نسيم صابر(Reuters)۱۳۹۲ فروردین ۱۱, یکشنبه

تير کال افغانستان د گمرکونو له لاري او مالياتو په راټولولو سره ۱،۶۴ ميليارده ډالر ترلاسه کړي دي، چي دا د تيرو لسو کلونو په پرتله ۱۴ برابره زیاتوالی ښيي.

https://p.dw.com/p/187N7
This photo shows a part of a Marble factory that made 50 years ago by foundation of Italia government in Helmand province of Afghanistan, during civil wars in Afghanistan different arms group used this factory as check point, but now some people are working there and earning money to support their families. 2012-05-03.Photo: Rohullah Elham
Afghanistan Marmorfabrikانځور: DW/Elham

دا په دې معنی ده چې حکومت اوس د خپلو دايمي لګښتونو لکه معاشونو نيمی برخه پخپله ورکولای شي. د ماليې راټولولو د سختو تدابيرو له امله اوس د ناخالص کورني عايد په تناسب د ماليې کچه څه د پاسه ۱۱ سلنې ته لوړه شوې ده، چې د ګاونډي هېواد پاکستان په پرتله هم لوړه ده.

د مالياتو له لاري لاسته راغلی عايد د افغان حکومت له پاره ځکه حياتي دی چي دباندني مرسته کوونکي د ۲۰۱۴ کال په رارسېدو سره چي بهرني ځواکونه له دغه هيواد څخه وزي خپلي مرستي کموي.

ټاکل سوې ده چي د روان عيسوي کال تر پايه پوري به يوازي د امريکا متحده ايالات د مصرف کچه چې د افغانستان په بيا رغاونه کي يې مصرف کړي دي او کوي يې نزدې ۱۰۰ ميلياردو ډالرو ته ورسيږي.

د افغانستان د عايداتو د ادارې نوی رئيس عبدالرحمن مجاهد وايي: «موږ ډېر زيات پر بهرنيو مرستو متکي يو. موږ غواړو چې خپلواک واوسو». هغه زياته کړه: «موږ د خپلو کوچنيانو له پاره يو پايښت لرونکی افغانستان غواړو.»

افغان حکومت به مالیاتو له لاري د ترلاسه کېدونکو عايداتو سره سره بيا هم په راتلونکو کلونو کې بهرنيو مرستو ته اړ وي. ماليې، د ګمرکونو او کانونو عايدات به د سږنۍ بودجې چې ۷ ميليارده ډالره ده، يوازي ۲،۵ ميليارده ډالره پوره کړي.

ډېري ماليې له لويو شرکتونو څخه ترلاسه کيږي. دوی وايي چې مالياتو يې د امنيت په راوستلو کي هيڅ تاثير نه دی کړی او نه هم د برېښنا سمبالښت ښه شوی او نه هم سړکونه رغول شوي دي.

لوی شرکتونه بايد ۲۰ سلنه ماليه ورکړي؛ هغه خلک هم بايد په دغه کچه ماليه تحويل کړي چي عايد يې د مياشتي تر ۲۰۰۰ ډالره لوړ وي. په پرمختللو هېوادونو کې د عادي خلکو د عايداتو پر سر ماليه تر ټولو لويه برخه تشکيلوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې خلک د خپلو کمو عايداتو پر سر ماليې ورکولو ته چمتو نه دي او له دغسې يو بهير څخه سر ټکوي. افغانستان د نړۍ په تر ټولو غريبو هېوادونو کې شمېرل کيږي چې اوسط عايد يې د نړيوال بانک د ارقامو له مخې يوازې ۴۷۰ ډالره دی.

هغه خلک چې له ۱۰۰ ډالرو کمې پيسې اخلي، مکلف نه دي چې ماليه ورکړي.

صراف عبدالرحمان عارف چې ۲۸ کلن دی، وايي چې دی ماليه نه ورکوي. د ده په خبره بډای خلک هم ماليه نه ورکوي، نو دی يې ولې ورکړي.

افغانستان د خپل ګاونډي هېواد پاکستان په شان ورته ستونزي لري. کله چې ماړه خلک ماليه نه ورکوي، نو بنسټونه هم د دې وس نه لري چې هغه په زور سره وغواړي. خو د افغانستان د عايداتو د ادارې رئيس وايي چي سرغړوونکي به «د قانون د تطبيق بنسټونو ته معرفي شي.»