1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د مورنۍ ژبي نړيواله ورځ و لمانځل سوه

۱۳۸۹ اسفند ۲, دوشنبه

د پوهني وزير ډاکټر فاروق وردګ د دغي ورځي په لمانځن غونډه کي وويل چي دی به تر خپله وسه پوري هڅه وکړي چي په خپله مورنۍ ژبه د زدکونکو لپاره اسانتياوي برابري کړي.

https://p.dw.com/p/R2hT
افغاني ماشومان په يو ښوونڅي کښي
افغاني ماشومان په يو ښوونڅي کښيانځور: DW

ډيري افغانان د دي غوښتونکي دي چي په خپله مورنۍ ژبه زدکړي وکړي.

دغي غونډي ته د افغانستان له بيلا بيلو ولايتونو په لسګونو کسان راغلي ول اود پارلمان ځيني غړو او ښونکو هم پکښي برخه اخيستې ول.

د فبرورۍ مياشتي يو ويشتمه نيټه د ملګرو ملتونو سازمان د فرهنګي او کلتوري چارو د څانګي له لوري د مورنۍ ژبي د نړيوالي ورځي په نامه نومول سوې ده چي د طالبانو د حکومت له نسکوريدو وروسته په افغانستان کي هم لمانځل کيږي.

د مورنۍ ژبي نړيواله ورځ د کابل د قمبر څلور لاري په يوه خټين ښونځي کي هم د ملي سرود په غږولو سره ولمانځل سوه.

موږ دغه ښونځي ته ورغلو تر څو وګورو چي هلته ماشومان په کومو ژبو زدکړي کوي.

په دغه ښونځي کي پښتنو ماشومانو ته په خپله مورنۍ ژبي زدکړي ورکول کيدې.

هغوي د حکومت له دغه اقدام څخه چي په دي ورستيو کي يي تر سره کړي او دوی ته يې دغه ځانګړي ښونځي پرانيستي مننه وکړه.

ډيري افغان زدکونکي وايي چي که دوي ته په مورنۍ ژبي زدکړي ورکړل سي نو دوی به وکولاي سي په ډيره ښه توګه هر څه زده کړي.

د کابل ښار د بي بي مهرو سيمي يوه اوسيدونکې په دي چي ورته په نږدې سيمه کي په خپله مورنۍ ژبه د زدکړي اسانتيا نده برابره سوې خپل شکايت دويچه ويله ته داسي څرګند کړ.

«هغه ملت چي زه ورسره په افغانستان کي تړاو لرم نه حکومت ورته پام کړي او نه هم په خپله زمونږ خلکو دغي مسلي ته جدي پام اړولي، دا يوازي په اساسي قانون کي ورته حق ورکړل سوي په داسي حال کي چي په عمل کي دغه حق مونږ ندي تر لاسه کړي او نه پوهيږو چي له چا څخه په دي برخه کي د مرستي غوښتنه وکړو».

په مورنۍ ژبه د زدکړي نړيواله ورځ په داسي حال کي نن دافغانستان د پلازميني په ګډون په يو شمير ښارونو کي ولمانځل سوه چي په دي ورستيو کي په پلازمينه او د ملک په يو شمير شمالي ولايتونو کي هلکانو او نجونو ته په خپلو مورنۍ ژبو د زکړي اسانتياوي برابري سوي دي.

په شمال کي ترکمن، ازبک او بلوچ توکمو ته او په جنوبي او مرکزي سيمو کي پښتنو ته په خپلو مورنۍ ژبوباندي تر ډيره بريده د زدکړي اسانتياوي برابري سوي خو لا هم په دغه برخه کي ډيرو هڅو ته اړتيا ده.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل