1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ميندو د مړي کچه نوره هم لوړه سوې ده

۱۳۸۹ تیر ۱۷, پنجشنبه

په افغانستان کي هرکال26000 ښځي دحامله ګۍ دستونزو له امله د ولادت پر مهال مري.

https://p.dw.com/p/OEFt
په دې ډول په افغانستان کي د زيږون په وخت کي د ښځو د مړيني کچه د پای څخه دوهمه درجه لوړه ده
په دې ډول په افغانستان کي د زيږون په وخت کي د ښځو د مړيني کچه د پای څخه دوهمه درجه لوړه دهانځور: AP

د هرو100000 اميدواره ښځو د ډلي څخه1600ښځي مړې کيږي. په لري پرتو سيمو کي دمثال په توگه په شمال ختيځ ولايت بدخشان کي په اولاد باندي دميندو دمړيني شمېر ډير زيات دی.

په دې ډول په افغانستان کي د زيږون په وخت کي د ښځو د مړيني کچه د پای څخه دوهمه درجه لوړه ده. په دې برخه کي د افغانستانه څخه دسيراليون دميندو د مړني کچه لوړه ده.

د زيږون پر وخت د مړني علتونه د ډيرو وينو ضايع کول، او يا د زيږون په جريان کي د ستونزو منځته راتلل دي.

په افغانستان کي ډيري ښځي د ولادت پر مهال کلينيکونو ته لاس رسی نه لري د ښځو په سلو کي 80 يې خپل کوچنيان پرته د کومي مسلکي مرستي څخه دنيا ته راوړي.

ددي حالت له بدو عواقبو څخه يو په افغانستان کي د ماشومانو ډيره مړينه ده . هرڅلورم ماشوم د مخه تر دې چي 5 کلن سي مري.

په افغانستان کي روغتونونه بهتره سوي او د پخوا په پرتله پاک دي، او وسايل يي هم عصري سوي دي خو دهغو د پرسونل په سلوک کي کوم بدلون نه دی راغلی.

ag/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل