1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ناټو عمومي قومندان تر سختو نيوکو لاندي راغلی

۱۳۸۷ بهمن ۱۱, جمعه

په افغانستان کي د ناټو د ستر قومندان Bantz Craddock پر هغه پلان چي غوښتل يي په افغانستان کي ګماني کاچاکوړونکي که د طالبانو سره کار کوي که نه باید ووژل سي سختي نيوکي ورباندي سوي

https://p.dw.com/p/Gk2E
چپ لاس په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قومندان د کابل په هوايي ډګر کي د بريتانوي جنرال د هرکلي پر مهال
چپ لاس په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قومندان د کابل په هوايي ډګر کي د بريتانوي جنرال د هرکلي پر مهالانځور: AP

د آلمان دخبررسولو آژانسdpa ليکي چي په افغانستان کي دناټو ستر امریکايي قوماندان Bantz Craddock په افغانستان کي دناټو ځواکونو ته امر کړی دی چي دوی کولای سي د نشه يي موادوسوداګر ووژني، حتي که کومه داسي بیلګه هم په لاس کي نه وي چي دوی دتند لارو اسلامي ډلو سره څه اړیکي لري. خو دSpiegel Online په انټرنيټي پاڼه کي لیکل شوي و چي د ناټو دو نورو جنرالانو د جنرال Craddock دغه امر يو غيري قانوني کار بللی و.

اوس ددې خبر د خپريدلو له امله په ناټوکې يوه لانجه رامنځ ته شوې او دناټو لوی منشيJaap de Hoop Scheffer د پنجشنبې په ورځ يوه څارونکې ډله ټاکلې تر څو وڅاري چي څنګه د امریکايي جنرال Bantz Craddock دغه صادر شوی پټ فرمان مطبوعاتو ته څرنګه راوتلی.

دناټو په يوه خپره شوې اعلاميه کي دي هوپ سخيفر وايي چي په افغانستان کي دناټوځواکونو ستر قوماندان Craddock هيڅکله کوم غير قانوني فرمان ندی صادر کړی او مطبوعاتو ته دپټو اسنادو راايستل دمنلو وړ يو عمل نشي بلل کیدای ځکه چي زموږ ملي امنيت او زموږ د عسکرو د امنيت ساتل په دې پوري اړه لري چي موږ ټول بايد د امنيتي مقرراتو پوره رعايت وکړو او د پټو او محرمو اسنادو ساتنه بايد وسي.

د جرمني په پارلمان کي، په اپوزيسيون پوري تړليو غړیو د کراد دوک ددغه دستور په هکله د څرګندونو غوښتنه کړيده. د آلمان آژانسونه او ورځپاڼي هم په دې اړه تبصرې کوي. دوی ليکي چي د نړۍ په سلو کي 90 اوپيومو څخه لاسته راتلونکې ګټه د افغانستان ستره امنيتي ستونزه جوړوي. خو په دې کي بيا هيڅ شک نشته چي د ناټو د اعلي قوماندان دستور ناسم دی. که ناټو پرته له دې چې د افغانستان عدلي مقررات د اوپيومو د چلوونکو پر ضد په نظر کې ونيسی، داسې عمل اجرأ کړی، نو د يوه اشغالګر په توګه به ځان ښکاره کړی.

د افغانستان او پاکستان له پاره د اوباما ځانګړی استازی به راتلونکې اوونۍ د لومړي ځل له پاره د کړکيچ سيمي ته سفر وکړي. د بهرنيو چارو د وزارت وياند روبرت وود د پنجشنبې په ورځ وويل چي، ديپلومات ريچارد هولبروک به لومړی د آلمان په مونشن کي تم شي او په نړيوال پوځي کنفرانس کي به برخه واخلي، بيا به خپل سفر ته دوام ورکړي. د هول بروک د سفر د موخو په هکله او په دې اړه چي له چا سره به خبري وکړي څه نه دي ويل شوي.د مونشن په نړيوال امنيتی کنفرانس کي به د منځني ختيځ د امنيتي سياست، عراق او له ايران څخه تر افغانستان پوري خبري وشي.

واشنګټن د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی سره چي د جورج ډبليو بوش په وخت کي يي له سپيني ماڼۍ سره نژدې اړيکي درلودې له نظره غورځوی. په ايساف کي د ناټو لوی مشر لا يخوا د بډي، اقتصادي ناوړه استفادې او د مليونونو ډالرو مرستو ورکيدو ته ګوته نيولې وه. د اوباما ځانګړی استازی به د افغانستان د حکومت د 2008 کال د می د مياشتي د څېړني څخه د اقتباس پر بنسټ مخکي لاړشي.« د ﺉ، فاسد دی، ضعيفه رهبري لري؛ دننه لانجمن دی؛ دغه حکومت تر اوسه هيڅ کوم يو د مخدرو توکو د سوداګرۍ مشر نه دی نيولی.

د افغانستان د حکومت د له لا ښو کړنو څخه پرته له طالبانو سره جګړه نشي ګټل کيدای. اوس وليدل شي چي د اوباما ځانګړی استازی هولبروک به د افغانستان له پاره او په دغه هيواد کي د امنيت د راوستو او د اپيمو سره د مبارزې له پاره څه نوي پلانونه ولري.