1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په انتاليا کي د افغانستان په اړه غونډه

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۲, سه‌شنبه

د ناټو عمومي منشي وايي چي په انتاليا کي به د ناټو تړون د غړيو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې پر دې باندي خبري وسي چي څرنگه کولای سي په افغانستان کي تر «بشپړ ملاتړ» ماموريت وروسته خپل حضور وساتي.

https://p.dw.com/p/1FOat
Strand von Antalya
انځور: Mikael Damkier - Fotolia.com

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرگ د دوشنبې په ورځ په بروکسل کي ويلي دي چي د ترکيې په انتاليا کي د می مياشتي پر ۱۳ او ۱۴ نېټه د دغه تړون د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي به په افغانستان کي د ناټو د «بشپړ ملاتړ» تر ماموريت وروسته له دغه هيواد سره د اوږدمهاله ملگرتيا پر ټينگښت باندي خبري وسي.

هغه ويلي دي: «زه تمه لرم چي موږ په دې غونډه کي دې پايلي ته ورسيږو چي موږ څرنگه کولای سو تر اوسني «بشپړ ملاتړ» ماموريت وروسته هم په دغه هيواد کي خپل حضور وساتو او د افغان امنيتي ځواک ملاتړ وکړو.»

ستولتنبرگ وويل، داچي په افغانستان کي د ناټو د اوسني «بشپړ ملاتړ» ماموريت د غځولو په اړه کومه رسمي پرېکړه ونه سوه، ځکه نو د ناټو غړي هيوادونه بايد د امريکا هغه پلان تعقيب کړي چي وايي د ۲۰۱۶م کال په وروستيو کي به خپل ماموريت ختم کړي.

هغه وويل چي د انتاليا په غونډه کي به پر دې باندي بحث وسي چي تر «بشپړ ملاتړ» ماموريت وروسته به څه ډول عمل کوي. ويل کيږي چي تر دغه ماموريت وروسته به له افغانستان سره اوږد مهاله ملگرتيا پيل سي.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرگ، ويلي دي چي د اوږدمهاله ملگرتيا په اړه پريکړه سوې ده، خو پر محتوا باندي ئې بحث نه دی سوئ. اوس بايد د دغي اوږدمهالي ملگرتيا پر محتوا باندي بحثونه پيل سي.

د ستولتنبرگ په خبره له افغانستان سره د اوږدمهالي ملگرتيا پر محتوا باندي به پريکړه په راتلونکي کال کي په وارسا کي د ناټو په غونډه کي وسي.

له کابل سره د همکارۍ بل مهم اړخ د افغان امنيتي ځواک مالي امکانات دي. د ناټو د عمومي منشي په خبره افغان پوځ په اثبات رسولې ده چي توان لري، خو په دغه هيواد کي وضعيت ډېر خراب دی او دغه ځواک ډېره قرباني ورکوي.

دغه ځواک تر ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ وروسته د ناټو مالي ملاتړ ته اړتيا لري. وبه کتل سي چي دغه مالي ستونزه به څرنگه حل سي.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرگ وويل چي د افغان پوځ د مالي ملاتړ په اړه به د انتاليا په غونډه کي پريکړه و نه سي خو په دې اړه به بحث پيل سي. هغه وويل چي په دې اړه به پريکړه د وارسا په غونډه کي وسي.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرگ
د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرگانځور: picture-alliance/dpa/J: Warnand