1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د نوي کورنۍ جګړي خطر سته

۱۳۹۰ مرداد ۱۵, شنبه

که چیري مخکي له وخت څخه نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، په دي هیواد کي یو ځل بیا دا ویره شته چي کورنۍ جګړي ونښلي. دا خبره د نړیوال کړکیچ د څیړني مؤسسی «ICG» کړي ده

https://p.dw.com/p/12CA4
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

افغانستان له لسیزو را په دي خوا د جګړي د هیواد په نامه مشهور شوی دی. په ۲۰۰۱ کي د طالبانو د رژیم له نسکوریدو څخه لس کاله وروسته هم دا هیواد په هغه وضعیت کي قرار لري چي له افغانستان څخه د شوروي د اتحاد پوځونه ووتل او د ماسکو پلوي نجیب الله رژیم نسکور شو.

د نړیوال کړکیچ د څيړني مؤسسه «ICG» په خپلي نوي څيړني کي ویلي چي که چیري نړیوال ځواکونه له دي هیواد څخه مخکي له وخت څخه ووځي، نو دا خطر شته چي افغانستان د یوی کورنۍ جګړي په ډنډ کي بیا ولویږي.

د نوموړي مؤسسي د جمعی د ورځي په یو خپاره شوي رپوټ کي راغلي دي:

«وروسته له لسو کلونو ملاتړ څخه نړیواله ټولنه ونه توانیده چي افغانستان کي له سیاسي او اقتصادي لحاظه یو با ثباته دولت رامنځ ته کړي.»

اوس مهال په افغانستان کي څه نا څه 130000 بهرني ځواکونه میشت دي چي غواړي تر 2014 کال پوري له دغه هیواد څخه ووځي.

د نړیوال کړکیچ د څیړني د مؤسسي د کار پوهانو په نظر دا یو «دیر غټ هدف» دی چي ورته رسیدل ګران ښکاری. هغوی وایی:

«مخکي له وخت څخه وتل داسي یو دولت په میراث پریږدی چی نه شی کولای د ګواښونو په وړاندي ځان ټینګ وساتي.»

د نوموړي مؤسسي د کار پوهانو په نظر دا کیدای شي چي په دغه جګړه ځپلي هیواد کي د یوي نوي کورنۍ جګړي لپاره دراوزه پرانيځي.


د نړیوال کړکیچ د مؤسسي په رپوټ کي یادونه شوي چي ښایی اسلامی ریدکال طالبان هغه سیمي چي نړیوال ځواکونه ورڅخه وتلي ډیر ژر تر خپل کنترول لاندي راوړی او هغه بیرته د «القاعدی له شبکي سره د تړل شوو جهادي ډلو په پټنځایونو بدلي کړي.»

نوموړي مؤسسه په څپل څیړنیز رپوټ کي له افغانستان سره د نړیوالي ټولني د یو اوږد مهال ملاتړ د سپارښتنی سر بیره د مرستندویه هیوادونو په رواني ستراتيژي کي د بدلون لپاره هم غږ کړی دی.

د نړیوال کړکیچ د څيړنی مؤسسه ويلي چي په افغانستان کي باید په خاصه توګه د اختلاس او اداری فساد د له منځه وړلو لپاره مضبوط ګامونه واخیستل شی او د مرستي د پیسو کنترول دی ټینګ شی.

په رپوټ کي یادونه شوي چي نړیواله ټولنه د دي پر ځای چي په پوځی لارو چارو بیسي مصرفوی، غوره ده چی د افغانستان دولتی تأسیسات پیاوړی کړي او د پرمختیایي پروژو لمن پراخه کړی.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش