1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د وروستيو بې امنيو علت څه دی؟

۱۳۸۸ مرداد ۸, پنجشنبه

په ولسي جرګه کي د کندهار استازی او د دفاعي او تماميت ارضی کمېسيون له رييس نورالحق علومي سره مرکه...

https://p.dw.com/p/J08K
په ولسي جرګه کي د کندهار استازی او د دفاعي او تماميت ارضی کمېسيون رييس نورالحق علومي
په ولسي جرګه کي د کندهار استازی او د دفاعي او تماميت ارضی کمېسيون رييس نورالحق علوميانځور: DW/Farahmand

دويچه ويلي: ښاغلی علومي، پدي وروستيو ورځوکي دکندز دخان آبادپه ولسوالۍکي دجمهورريیس حامدکرزي په نظرکي نيول شوي مرستيال مارشال فهيم، اودرياست جمهورۍ دنوماندي ډاکتر عبدا لله عبد ا لله دټاکنو دمبارزی په لارښودونکي محمد اسماعيل باندي دلغمان دولايت د دولت شاهي په ولسوالۍکي ګوذارونه شويدي، او څوموده دمخه د ډاکتر عبدا لله نماينده په کا پيسا کي وژل شويدي تاسي څه فکر کوي چي داګوذارونه به دچا لخوا شوي وي .؟

علومي: داپه اوسني وخت کي څرګند حقيقت دي چي دغه بي امنۍ چي اوس رارواني دي، ددولت دمخلفينو لخوا منځته راوړل شوي، ځکه چي دوي نغواړي چي مونږ عادلانه او آذادي ټول ټاکني ولرو. ددي شويو پيښو مسوليت طالبانو په غاړه اخيستي دي . خوداهم ويلي شم چي ځني واليان ياقوماندانان کوم مشخص کانديد ته په کمپاين بخت دي، او خپله اصلي دنده يي چي دامنيت ټينګول دي هيره کړيده .نو ددي لپاره سړي هره خوا اوري چي په يوو باندي بريد کيږي او په بل باندي بريد کيږي .

دويچه ويلي: دجمهوري رياست اودولايتي شوراګانو دنوماندانو دټاکنو دمبارزی همکاران په خطر کي دي . آيا ددي علت دهيواد نا امنه وضعه اوکه رقابتونه دي .؟

علومي: پخوا به په جنوب کي نا امني وه اوس دشمال په لوري هم دامنيت خرابوالي غځيدلي دي. دا بيل بيل عوامل لري. يو عامل يي دادي چي دمونږ اداره يوه ضعيفه اداره ده چي کولاي نشي چي ترتيبات ونيسي .اودجمهوري رياست دنوماندو اودولايتي شوراګانو دنوماندو دمبارزاتي فعاليتونو امن وساتي .بل داچي طالبانو هغه عمليات چي تراوسه يي په جنوب کي کول دشمال په لوري هم غځولي دي .اوکوشش کوي چي هلته هم ناکراري منځته راوړي. همدغه ډول دپاکستان دسوات اودوزيرستان له سيمو څخه چي هلته سخت عمليات ددوي په ضد شويدي، دمونږ ددولت د ښمنان راغلي اودمونږ په هيواد کي په عملياتو لاس پوري کوي .نودافغانانو اودافغانستان دښمنان غواړي چي په افغانستان کي هرڅه ګډوډ کړي ترڅوچي مونږ په افغانستان کي ،سالمه ، آذاد اوعادلانه انتخابات ونلرو.دوي کوشش کوي چي وضعه دومره دلته خرابه کړي چي هيڅ څوک ونشي کولاي چي دټاکنو ترصندقونو پوري لاړشي اوخپله رايه به صندق کي واچوي .

دويچه ويلي: آيا درياست جمهورۍ دنوماندانو دټاکنو دمبارزو دفعالينو لپاره امنيتي تدابير ندي نيول شوي؟ که وي دا تدابير کوم دي .

علومي:دلته کمپاينونه په پراخه پيمانه روان دي.په خپله دکانديدانو دسر ساتني لپاره هريوو ته شل شل پوليسان ورکړل شويدي. خوکمپاينونه ډير دي په هرولايت کي دهريوو کانديد لپاره ډيري مبارزي رواني دي. داڅلويښت درياست جمهورۍ کانديدان هيڅ چي نوي په هرولايت کي له څلويښتو نه ډير دمبارزي دفترونه لري چي هره ورځ هلته کمپاين کيږي. دا دمونږ ددولت کمزورتيا ده چي دا حالت پيدا کيږي يو، دويم داچي د دولت مخالفین نه پريږدي چي دمونږ په هيواد کي سالم انتخابات وشي .

مونږ له ښاغلي علومي نه سربيره ددي ګوذارونو دعلت په هکله دولسي جرګي له غړي ښاغلي کبير رنجبرنه هم پوښتنه وکړه ده په لنډ ډول په ځواب کي وويل:

ددي يوعلت دنوماندو ترمنځ رقابتونه اوسیالۍدي چي، ورځ په ورځ ډيري قوي کيږي . خوپه ځني پښتني ولايتونو اوپه قندذ اودشمال په نورو پښتني سيموکي ځني څيري ښه نوم نلري نوامکان لري چي پرته له سيالۍنه ځني نور قوتونه پدي پيښو کي لاس ولری.

مرکه کونکې. رحيله اميري

کتونکی. زيارمل