1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکني پيل سوې

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ فروردین ۱۶, شنبه

په افغانستان کي د يوه نوي جمهور رئيس د ټاکلو له پاره د ويري او زور زياتي د ډار سره سره ټاکني پيل سوې. په کابل کي په زرونو افغانان سهار وختي لا د رايو ورکولو مرکزونو ته ولاړل او خپلي رايي يې وکارولې.

https://p.dw.com/p/1BcO6
انځور: picture alliance/dpa

د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزي په رايه ورکولو سره نن د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د اپريل ۵) د جمهوري رياست له پاره د يو بل ولسمشر د ټاکلو په موخه رايه ورکوونه پيل سوه.

ولسمشر کرزي په کابل کي د جمهوري رياست ماڼۍ ته څېرمه د رايه ورکولو په يوه مرکز کي د خپلي رايي تر کارولو وروسته وويل: «زه خپل ځان ډېر خوشحاله احساسوم چي د يوه افغان په توگه خپله رايه کاروم.»

کرزي زياته کړه: «نن زموږ د راتلونکې او زموږ د هيواد د راتلونکي له پاره ډېره مهمه ورځ ده. زه له افغانانو څخه غواړم چي د باران، سړې هوا او دښمنانو د گواښوونو سره سره د رايو ورکوولو مرکزونو ته ولاړ سي... څو هيواد مو د بريا پر لور يو بل گام مخته سي.»

کرزي وعده کړې ده چي په ټاکنو کي به بې طرفه پاته سي، او د آزادو او عادلانه ټاکنو څارنه به وکړي.

له بلي خوا په کابل کي د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رئيس يوسف نورستاني بيا هم پر ټولو رايه ورکوونکو باندي ږغ کړی دی چي د رايو ورکولو مرکزونو ته ولاړ سي او خپلي رايي وکاروي.

په کابل کي د رايو ورکولو د يوه مرکز مخته په کتار کي ولاړ يو ځوان چي خپل نوم جمشېد ښيي وايي چي د طالبانو گواښونه دی له دې راگرځولای نه سي چي خپله رايه ونه کاروي: «زه دلته راغلی يم چي د خپلي خوښي کانديد ته رايه ورکړم. او گواښونه ما بيرولای نه سي.»

د رايو ورکوولو په لومړيو ساعتونو کي د وسله والو طالبانو کوم بريد نه دی ترسره سوی. طالبانو گواښ کړی وو چي ټاکني به گډي وډي کړي.

د چارواکو په خبره په افغانستان کي نزدې ۱۲ ميليونه وگړي د رايو ورکولو شرايط پوره کوي او په پلان کي ده چي د ټول هيواد په نزدې ۶۴۰۰ رايو ورکولو مرکزونو کي به خپلي رايي وکاروي. ويل کيږي چي شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ امنيتي ځواکونو د ټاکنو د امنيت ساتلو له پاره گومارل سوي دي.