1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د وچي بندر جوړيږي

۱۳۹۰ آذر ۲۷, یکشنبه

افغان حکومت پلان لري چي د وچي سوداګريز بندر رامنځ ته کړي. د دغه سوداګريز مرکز له پاره مقدماتي چاري پيل شوي او ټاکل شوې چي تر راتلونکي يوه کال پوري به ګټي اخيستني ته وسپارل شي.

https://p.dw.com/p/13V3r
د سپين بولدک گمرگ
د سپين بولدک گمرگانځور: AP

افغانستان چي په وچه پوري تړلې هيواد دئ سيندونو ته لاره نه لري او ډير صادرات يې هم له بېلا بېلو ملکونو څخه د وچي له لاري ليږدول کيږي.

د دغه بندر په جوړيدو سره به په زرګونو هغه لارۍ چي د پاکستان له خاوري افغانستان ته مالونه راوړي وتوانيږي چي د ملک په يوه مشخص بندر کي محصول او له دغه برخي حکومت په منظمه توګه په لوی شمېر عوايد تر لاسه کړي.

دمګړی د افغان سوداګرو مالونه د پاکستان له کراچۍ بندر څخه د ملک بېلا بېلو برخو ته پرته له دي چي له يوه مشخص بندر څخه تير شي تګ را تګ کوي.

د افغانستان د مرکزي بانک رييس وايي د وچ بندر( ډرای پورټ) له پاره د ملک په ختيځ ننګرهار ولايت کي شاوخوا ۱۰۰۰ جريبه ځمکه په پام کي نيول شوې ده.

Nach der Schließung zweier Grenzübergänge zwischen Pakistan und Afghanistan
انځور: dapd

نورالله دلاوري نن په يوه خبري غونډه کي وويل، چي که چيري دغه بندر جوړ شي له يوه لوري به افغان دولت وتوانيږي چي په منظم ډول خپل عوايد راټول کړي او له بل لوري به سوداګرو ته هم ډيري اسانتياوي رامنځ ته شي.

دلاوري د دويچه ويله پښتو ويبپاڼي د هغي پوښتني په ځواب کي چي په دغه بندر کي به څومره مالونه ساتل کيږي او چاري به يې د کومي ادارې له لوري پر مخ ځي،وويل:

«د وچي بندر په جوړيدو سره به د افغان سوداګرو مالونه د پاکستان له کراچۍ بندر څخه په منظم ډول د يوه ستر نړيوال ترانزيتي شرکت په مټ په کانټينرونو کي ځای پر ځای کيږي او پرتله له دې چي د لاري په اوږدو کي ورک شي او يا هم وسوځي، دغه بندر ته به د معيني کرايي په بدل کي راوړل کيږي چي په دې سره به د سوداګرو هغه خطر هم کميږي چي دوئ يې د خپلو مالونو د خرڅلاو په وخت کي د هغو پر بيه ور اچوي».

د دلاوري په وينا چي اوس مهال د افغان سوداګرو ډيری مالونه له بيمې پرته په غير معياري توګه افغانستان ته راوړل کيږي خو که چيري دغه بندر جوړ شي نو بيا به د موادو بيي کنترول او سوداګرو ته به منظم ميکانيزم موجود وي.

Pakistan NATO-Angriff November 2011 Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

د وچي ياد بندر به په کمپيوټري سيستمونو سمبال وي چي کله يو سوداګر خپل مال د کراچۍ په بندر کي ترانزيتي شرکت ته سپاري په اتومات ډول به يې د ترانزيت پارچه، د مالونو اندازه، د مالونو ډول او کيفيت مرکز ته مخابره کيږي چي له يوه لوري به سوداګر په اسانۍ سره خپل مالونه تسليموي او له بلي خوا به افغان دولت او ګمرکي مامورين وتوانيږي چي د يادو شرکتونو څخه ماليه او حق العبور را ټول کړي.

د اقتصادي چارو کاروپوهان د وچي بندر له جوړيد خوښ ښکاري. هغوئ وايي افغانستان تر اوسه داسي يو بندر نه درلود او که چيري دا کار وشي نو مرکزي بانک کولای شي چي سوداګرو ته ليتراف کريدل يا بانکي ضمانتونه ورکړي تر څو هغوئ پرې خپلي سوداګرۍ ته وده ورکړي او په بدل کي يې افغانستان بانک له دوئ څخه کافي اندازه ماليه را ټوله کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل