1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د يو بل سره اوبدل سوې ستراتيژي د المانانو کار دی

۱۳۸۸ فروردین ۱۰, دوشنبه

د جرمني دحکومت له نظره ددوی سیاست په افغانستان کي ترواسه يو ګټور او مدبرانه سیاست بلل کيداي شي...

https://p.dw.com/p/HMjO
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د المان پارلمان ته د افغانستان په هکله د وينا پر مهال
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل د المان پارلمان ته د افغانستان په هکله د وينا پر مهالانځور: AP

سبا، دسه شنبې په ورځ د هالنډ ددن هاګ په ښارکي د افغانستان د راتلونکي په هکله يونړيوال کنفرانس جوړيږي، او بيا وروسته د ناټو د مشرانو په ستره غونډه کي به هم د افغانستان موضوع د خبرو د اجندا يوه ډېره مهمه موضوع وي.

په برلين کي د دويچه ويلي المان ږغ راډيوخبريالي نينا ورک هايزر په دې اړه يو لڼډه څېړنه کړې چي المانانو تر اوسه په افغانستان کي څه کړي دي؟

د جرمني دحکومت له نظره ددوی سیاست په افغانستان کي ترواسه يو ګټور او مدبرانه سیاست بلل کيداي شي. لومړۍ وزيره ميرکل وايي. څه چي موږ المانانو د 2002 ميلادي کا ل راهيسي په افغانستان کي کړي دي کولای شو چي خپلو ملګرو هیوادونو ته يې وښه یو. د المان لومړۍ وزیره انګيلا ميرکل به د ناټو د مشرانو په ستره غونډه کي چي ددغي دفاعي ټولني د 60 کاليزي په مناسبت جوړيږي هم داخبره وکړي.

د المان ددفاع وزير فرانس ژوزف يونګ پرله پسي داخبره کوي چي موږ د پوځي امنیت تر څنګ پرمختیايي مرستو او مدني پروژو ته هم پاملرنه کړې ده. موږ په افغانستان کي يو ګام وړاندي يو په دې مانا چي د 2003 ميلادي کا ل راهيسي موږ هلته په اصطلا دسره اوبدل شوي ستراتيژي څخه کار اخيستي. په داسي حال کي چي د افغانستان په سويلي او ختيځو سيموکي دې موضوع ته په 2006 ميلادي کا ل کي پاملرنه شوې خو نه ديوې سترتيژي طرحي په توګه.

د ناټو عمومي نښان او د غړو هيوادونو بيرغونه يې
د ناټو عمومي نښان او د غړو هيوادونو بيرغونه يېانځور: AP / DW-Fotomontage

نو که چيري په افغانستان کي ټول ملګري هیوادونه ددغه سره اوبدل سوي امنیتي ستراتيژي څخه کار واخلي، حالات به په دغه هیواد کي سم شي . خو دجرمني په اتحادي پارلمان کي د شنو دګوند دبهرني سياست کارپو رګين تريتين وای چي د 7 کالو راهيسي ناټو په افغانستا ن کي عمل کوي بايد دا پوښتنه وشي چي تر اوسه يې څه کړي دي.

ډېر شمېر هغه کسان چي د افغانستان له شرايطوسره اشنايي لري، وايي چي بايد له دغه هیواده سره په پراخه پيمانه داسي اقتصادي مرستي وشي، چي ګټه يي د افغانستان عام ولس ته ورسيږي، او په کارکي بايد پخپله افغانانو ته زیاته ونډه ورکړل شي.

د نورو هیوادونو تر څنګ المانانو هم په تيرو 7 کلونو کي دمليونو يورو په اندازه په افغانستان کي د ښونځيو، واټونو او لارو د جوړولو، او په روغتيايي پروژو کي لګولي دي. که څه هم ددغه پروژو څخه ځيني ګټي ترلاسه شوي خو له يوې خوا دغه پيسې او لګښتونه په دې اندازه سره نه و چي افغانان ورته اړدي او له بله پلوه ددغه مرستو ډيره برخه حيف وميل شوي ځکه دبډې اخيستلو او اختلاص لمن په دغه هیوا د کي زیاته پراختيا موندلې. دنشه يي توکو کرل او سوداګري ددغه هيوا بله لويه ربړه بلل کيږي .

د المان لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل افغان حکومت ته په اشارې سره وايي چي موږ بايد افغان لارښونکي دې ته راوهڅو چي دوی خپل دندي او مسوليتونه هسي چي ښايي سرته ورسوي. او بايد په دغه هيواد کي د چارو مسولين په اغيزه منه توګه حکومت وکړي، او د جناياتو سره په کلکه مبارزه ديوه قانوني دولت دجوړولو په لور اساسي ګام بلل کيږي.

Werkhäuser / ضياالحق فضلي

کتونکی: زيارمل