1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ټاکنو لپاره امنيتي تدابیر او اکمالاتي ننګونه

۱۳۸۸ مرداد ۲۵, یکشنبه

په افغانستان کي 17 مليونه وګړو دټاکنو دحق دلرونکو په حيث خپل نومونه ثبت کړي دي . دټاکنو دکيدو لپاره صلاحيت لرونکي دټاکنو کمسيون مجبوره دی چي 29000 د ټاکنو مرکزونه په ټول هغه هیواد کي پرانيزي...

https://p.dw.com/p/JCJQ
د کورنيو چارو وزارت ويان زمری بشري او فهيم په يوه خبري غونډه کي
د کورنيو چارو وزارت ويان زمری بشري او فهيم په يوه خبري غونډه کيانځور: DW

د ټاکلو لپاره دنومونو دنښه کولو پاڼي، دټاکنو په پاڼوباندي دګوتي دلګولو لپاره رنګ، اونور لازم وسايل برابر کا ندي . همدغه ډول 3000خره ددي وسايلو درسولو لپاره په کاراچول شوي دي.

د کورنيوچارو وزارت د وياند زمري بشري دوينا له مخه به د ترور د خطر له امله دسيمه ايزو او نړيوالو ځواکونو ايساف ترمنځ نژدي ګډکار وشي:

په خپلي امنيتي طرحي کي مو د څلورو کمربندونو جوړول په پام کي نيولي دي . په لومړي کمربند کي د ټاکنو له مرکزونو څخه دستي چارپير دهيواد دملي پوليسو ځواکونه ځای پر ځای کيږي. په دويم کمر بند کي، د هيواد ملي پوځ د امنيت غم خوري . په دريم کمربندکي به نړيوال ساتونکي پوځ اوپه څلورم کمربند کي به نړيوالي هوايي قواوي ګمارلي وي.

ددفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي سربيره پردې پدې برخه کي د خلکو پر مرستي باندي هم ټنګار کړی او وايي:

هيڅ يو پوځ اوهيڅ کومي امنيتي قواوي پرته دوګړو له ملاتړ څڅه دامنيت تضمين نشي کولاي .

د جمهوري رياست د5 کاله پخوا ټول ټاکنو سره په توپير کي داځلي افغاني ځواکونو دتياري دنيولو ، د ټاکنودعملي کولو اودټاکنو دبهير دامنيت په ساتلوکي مخکښ نقش په غاړه اخيستي دي.دټاکنو دډاډه بهير لپاره په ټول هغه هيواد کي څه ناڅه دوه لکه او پنځوس زره امنيتي ځواکونه ګمارلي دي.

سربيره پردي 150000زره ملکي مرسته کونکي هم ګمارل کيږي.

خپرونکي فضل رحمن اوريا څرګندوي چي مګر ټول افغانستان ته داځواکونه لار نلري. دوي دهيواد ځني جنوبي او ختيځو ولسواليو ته نشي ورتلاي او زياتوي : زه اټکل کوم چي تقريبا دافغانستان په نيمايي برخه کي به چي امنيت هلته نشته زور لاري طالبان ستونزی جوړي کړي،. اوهڅه به وکړي چي ټاکني ويجاري کړي .

دهيواد په شمال کي چيرته چي داي سف د سيمه ايزي دشمال په کوماندوکي دالمان داردو عسکر فعاليت کوي وضعه داسي ناوړه نه اټکل کيږي. ډګرمن ميشاييل وکبخ دسيمه ايزي شمالي قوماندانۍ وياند له دويچه ويلي دالمان غږ له راډيو سره په مرکه کي ويلي دي چي، .موږ دګمارلو په ساحه کي د14هيوادونو څه ناڅه 4800عسکرلرو. دوي به له افغاني ځواکونو سره په ګډه دټاکنو دامنيت دتامين غم وخوري . مونږ فکر کوو چي ممکن په شمال کي وړي وړي پيښي وشي خو داسي به نوي چي دټاکنو مخه ونيوله شي . زه فکر نکوم چي داسي وشي .

اوپه سلهاوو ملي اونړيوال کتونکي به له نژدي څخه دټاکنو څارنه وکړي . ددټاکنو دملکي برخي لګښت 220 مليونه امريکاييی ډالره بلل شويده. کارپوهان هيله لري چي ټاکني لږ ترلږه دالمان داردو دګمارنی په ځاي کي تريوي اندازي پوري منصفانه او رڼي وي .

ډاکټر سيد موسي صميمي/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل