1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د پور ورکونې لړۍ پیل سوه

خليل الرحمن اُميد / کابل۱۳۹۴ فروردین ۲۳, یکشنبه

وړاندې تر دې خصوصي سکټور او سوداګرو په وار وار له دې شکایت کړی وو چې په افغانستان کې د پور ورکونې مېکانېزم نشته تر څو کاري ځواک ترې ګټه واخلي.

https://p.dw.com/p/1F6d1
انځور: DW/A. Behrad
خو اوس مهال د افغانستان ملي بانک له خصوصي سکټور او سوداګرو سره داسې هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به یې کوچني او منځني پانګوال وکولی شي پور واخلي او کاروبار پیل کړي. د افغانستان ملي بانک په یک شنبې (د ۲۰۱۵ کال د اپرېل پر ۱۲مه) له خصوصي سکټور او سوداګرو سره د پور ورکونې د تړون د لاسلیک پر مهال ډاډ ورکړ چې بانکي سیسټم معیاري شوی دی.
د افغانستان بانک سرپرست خان افضل هډه وال په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د بانکدارۍ سیسټم له کارپیل سره سم په تېرو اتو کالو کې غوره تګلاه او مدېریت نه درلود. خو زیاتوي‌ چې له نږدې پنځو میاشتو راهیسې بانکونه په نړیوال معیار برابر شوي او مشخصې تګلارې لري: «یو ډاډ تاسو او ستاسو له لارې د افغانستان خلکو او خپل حکومت ته دا ورکوم چې د افغانستان بانکونه اوس ډاډمن بانکونه دي. د افغانستان په بانکونو کې هېڅ داسې نښه نه لیدل کیږي چې بیا به د کابل بانک د قضیې غوندې څه پکې تکرار شي.»
د افغانستان په بانکي نظام کې دا مهال څلور اشاریه یو مېلیارد ډالر موجود دي چې لویه برخه یې د راکد پیسو په توګه پرتې دي او یوازې اته سوه میلیونه په کاروبار اچول شوې دي. وړاندې تر دې لویه ستونزه دا په ګوته کېده چې د سوداګرو او بانکونو تر منځ د باور فضا نه ده موجوده، خو اوس یې یادې ستونزې ته د هوارۍ لارې چارې سنجولې او پور ورکونه پیل شوې ده.
۷۰ مليارده افغانۍ په دولتي بانکونو کي
د افغانستان بانک سرپرست وايي دولتي بانکونه پخوا له ستونزو سره مخ وو خو اوس په تدریجي ډول ترې وزي او زیاتوي‌ چې دا مهال ۷۰ مېلیارده افغانۍ یوازې په دولتي بانکونو کې موجودې دي. بل پلو د پانګوالو د عالي بورډ مشر رحیم الدین حاجي اغا بیا وايي چې سوداګرو په هر ډول کړکېچن حالت کې خپل کار ته دوام ورکړی او د هیواد ګوټ ‌ګوټ ته یې د اړتیا وړ توکي‌ رسولي خو له پامه لوېدلي دي.
حاجي آغا د پورونو د ورکړې دا تړون یو نېک ګام وباله او زیاته یې کړه چې په دې سره به له یوې خوا په بانکونو کې پرتې پیسې په کار ولویږي او له بل پلوه به خلکو ته د کار زمینه برابره شي. نوموړي زياته کړه:« له هغه بودیجې څخه به چې په بانکونو کې راکد پرته ده له یوې خوا سوداګر،‌ صنعت کار او متشبثین ګټه واخلي او له بلې خوا به خلکو ته د کار زمینه برابره شي. چې هم به یې سوداګرو ته ګټه ورسي او هم دولت ته.»
د سود کچه د ۸ او۱۰ فيصدو تر منځ
د افغانستان بانک مسؤلینو هیله څرګنده کړه چې پور اخستونکي به له دې تړون سره سم پر خپل وخت ټاکل شوی اندازه پور بېرته ورکوي. په افغانستان کې ځینو بانکونو وړاندې تر دې هم خلکو ته پورونه ورکړي خو د بېرته اخستلو اندازه (سود) یې ورته لوړه ټاکلې وه. وړاندې تر دې باید پور اخستونکي له ۱۵ تر ۱۸ سلنې سود ورکړی وی خو اوس به دا کچه د اتو او لسو منځ ته راټیټه شي.
ددغه تړون له مخې هر پور اخستونکی به د پور ټاکل شوې اندازه له یوه کال څخه تر دریو کالو ‌پورې په میاشتنۍ توګه بېرته بانک ته سپاري. ورته مهال د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی هم دا یو ښه اقدام بولي او غوښتنه کوي چې نور بانکونه هم باید د پور ورکولو لړۍ پیل کړي، تر څو راکد یا هغه پیسې چې په بانکونو کې پرتې دي هم په کار واچول شي. هغه وویل:« زه د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مسؤل په توګه له دې تړون څخه استقبال کوم، او غوښتنه مې له نورو ټولو دولتي او غېر دولتي بانکونو څخه دا ده چې ورته تړونونه لاسلیک او شرایط اسان کړي. په افغانستان کې ظرفیتونه موجود دي، په بانکونو کې راکد پرتې پیسې باید په کار واچول شي او په ژوندی پانګه بدلې شي.»
له تېر یوه کال راهیسې د افغانستان ګڼ شمېر اوسېدونکي له بېکاریو رنځ وړي او راکړه ورکړه هم پکې کمه شوې ده.‌ خو د ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر ځانکړی استازی احمد ضیا مسعود د يکشنبې په ورځ وویل ‌چې په نږدې راتلونکې کې به کابینه بشپړه او بنسټیز پروژې به پیل شي.
د افغانستان په ټول مالي نظام کې ۴۳ نیم میلیارده افغانۍ قرضه ورکړل شوې ده چې سوداګر او صنعت کاران یې د کچې د څو برابره لوړوالي غوښتنه کوي.