1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د پوځي او مدني مرستو نظيم په کاردی

۱۳۸۹ خرداد ۱۳, پنجشنبه

په افغانستان کي د آلماني ځواکونو يوه برخه په دي آند ده چي کيدای سي په دغه هيواد کي طالبانو ته ماته ورکړه سي. خو...

https://p.dw.com/p/Ngk9
د المان د پرامختيايي چارو وزير ديرک نيبل په کابل کي د ولسمشر حامد کرزي سره د ليدني کتني پرمهال
د المان د پرامختيايي چارو وزير ديرک نيبل په کابل کي د ولسمشر حامد کرزي سره د ليدني کتني پرمهالانځور: picture-alliance/dpa

خو هغوئ وايي، چي دا به کومه ګټه و نه لري، ځکه چي د پرمختيايي مرستو د لاري دا توان نسته چي په چټکۍ سره، په هغو ځايونو کي چي د طالبانو له قبضې څخه وتلي دمدني پرمختيايي پروژو له لاري هلته سوله ايزو بنيادي جوړښتونو ته ټنگښت ور وبخښل سي.

د پرمختيايي چارو د وزير ديرک نيبل په وينا د پوځ، پوليسو اود ملکي بيارغوني او پرمختيايي مرستو ترمنځ ګډکار ښه نه ترسره کيږي.

سړی بايد د المان د ټولوحکومتونو ښه په دې ووايي چي، د لومړي سر څخه يې د امريکايانو پر خلاف د بيا رغوني په پروژو لاس پوري کړی دی.

هغه وايي د المان دپوځ دې فعاليتونوکوم ښه دوامداره اثر نه درلودی، بلکي برخلاف د افغانستان شمالي سيمه چي تر ډيره وخته آرامه وه اوس ورځ تر بلي په يوې نا آرامي سيمي بدليږي.

د جرمني پوځ وايي، چي دوئ د سيمي د امنيت غم خوري، او د افغاني پوليسو د روزلو او پراختيا د لاري هغه ته ثبات وربخښي وروسته تر هغه ملکي بيارغونه هلته کيدای سي.

المانيان فکر کوي، چي د افغانستان په شمال کي د امريکايي ځواکونو په مېشته کېدلو سره به ملکي بيارغونه بيرت شاته پاته سي.ځکه چي امريکايان ځانته د مرستي کولو دپاره پرمختيايي مرستي چي پخپله د افغانانو د ابتکارونو تقاضاهم کوي نه پېژني.

دوئ د هغه هيواده د خپل پوځ د ژر ايستلو په پام کي لرلو سره د ګړندي برياليتوب په هڅه کي دي او ددې دپاره ډيري پيسې لګوي.

جرمنيان ددې څخه بيره لري، چي امريکايان په دې ډول د بيو د لوړېدوسبب کيږي او د افغانانو ترمنځ د خپل ابتکار علاقه کموي.

ag/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل