1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د کاناډايي ځواک پخوانی قوماندان د وسلو د قاچاق په تور نيول سوی دی

نجيب الله زيارمل/ انترفکس۱۳۹۲ بهمن ۱۲, شنبه

په افغانستان کي د کاناډايي ځواکونو پخوانی قومندان په کابل کي د وسلو د قاچاق په تور نيول سوي دي. دغه پخوانی پوځي په ۲۰۱۰ مېلادي کال کي تر خپل لاس لاندي يوې پوځۍ سره د تړاو لرلو په تور له دندې څخه ګوښه کړل سوی وو.

https://p.dw.com/p/1B1BH
انځور: picture-alliance/dpa

د روسيې خبري آژانس انترفکس د جمعې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۳۱) د کاناډايي رسنيو په حواله راپور ورکړی دی چي افغان امنيتي ځواکونو په دغه هيواد کي د کاناډايي ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال دانيل منارد، په کابل کي د وسلو د قاچاق په تور نيولی دی.

ويل کيږي چي دغه جنرال د روان کال د جنورۍ مياشتي پر ۱۲ نېټه نیول سوی وو، خو خبر يې اوس ورکړل سو.

کاناډايي رسنيو ليکلي دي چي افغان امنيتي چارواکو تاييد کړې ده چي دغه پخواني جنرال بې له جوازه وسلې لېږدولې.

د دغو افغان چارواکي چي نومونه يې اخيستل سوي نه دي په حواله ويل سوي دي چي دغه پخواني جنرال په افغانستان کي د «نړيوال ګارد» امنيتي شرکتونو ته وسلې لېږدولې.

بله خوا بيا د «نړۍ ګارد» شرکت استازو ويلي دي چي دغه پخوانی کاناډايي جنرال به ډېر ژر آزاد سي.

په افغانستان کي نيول سوي وسله
په افغانستان کي نيول سوي وسلهانځور: picture-alliance/dpa

دوی ويلي دي چي د منارد او افغان چارواکو ترمنځ «يو اداري سو تفاهم» رامنځ ته سوی وو، چي هغه هم حل سوی دی.

په افغانستان کي د کاناډايي ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال دانيل منارد، په ۲۰۱۰ مېلادي کال کي له هغه وروسته له دندې څخه ګوښه کړل سو چي په پوځ کي له خپلي يوې پوځۍ سره د اړيکو لرلو تورونه ورباندي ثابت سول.

د کاناډا په قانون کي په پوځ کي له خپل ترلاس لاندي همکار سره اړيکي لرل منع دي.

په نړۍ کي د وسلو د خرڅلاو ډېرښت

په ستکهلم کي د «نړۍ د سولي د تحقيقاتو» ادارې يا «سيپري» ويلي دي چي په ۲۰۱۲ کال کي په نړۍ کي د وسلو د خرڅلاو کچه ۴،۲ سلنه زياتوالی ښيي.

د دغي موسسې د راپور پراساس په ۲۰۱۲ کال کي په نړيواله کچه نزدې د ۳۹۵ ميلياردو امريکايي ډالرو په ارزښت وسلي پلورل سوي دي.

په نړۍ کي د وسلو توليدولو سترو شرکتونو درې پر څلورمه برخه په امريکا متحده ايالاتو او لوېديځي اروپا کي دي. په روسيه کي د وسلو توليدولو شپږو شرکتونو په ۲۰۱۲ مېلادي کال کي ۲۸ سلنه ډېري وسلې پلورلي دي.