1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د کوچنيانو مرگ ژوبله زياته سوې

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ تیر ۱۳, جمعه

یونسيف د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۳ کال د ۲۰۱۲ په پرتله د ماشومانو په مرگ ژوبله کې ۳۰ سنله زیاتوالی راغلی دی. ډیر ماشومان د سړک د غاړې بمونو، ماینونو او ځانمرگو بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CVl7
انځور: AFP/Getty Images

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د پیسو صندوق یونسيف چارواکو په افغانستان کې د ماشومانو د تلفاتو د زیاتیدو په اړه سخته اندیښنه ښوولې ده. دا موضوع تر دې دمخه د روان کال په می میاشت کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له خوا مطرح شوې وه.

د یوه خپور شوي رپوټ له مخې په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان ې ۵۴۵ ماشومان وژل شوي او ۱۱۴۹ تنه نور ټپیان شوي دي. د دغو ماشومانو څخه ډیر یې د سړک د غاړې بمونو، ماینونو او ځانمرگو بریدونو په پایله کې وژل شوي دي او یا هم ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د یونسيف استازي اخیل لایر، وویل: «موږ د ماشومانو د تلفاتو د ډیریدو او د ماشومانو پر امنیت، روغتیا او زده کړو د جگړې د دوام له ناوړه اغیزې څخه ډیر اندیښمن یو.»

د یونسيف له خوا په خپور شوي رپوټ کې د ۸۸۹ تنه ماشومانو د تلفاتو پړه پر طالبانو او حزب اسلامي باندي اچول شوې ده. پر دې سربیره پر حکومت پلوه او نړیوالو ځواکونو باندي هم د ۲۰۶ تنو ماشومانو د وژل کیدو او یا هم ټپی کیدو پړه اچول شوې ده. یو شمیر ماشومان چې د تلفاتو پړه یې پر بهرنیو او دولتي ځواکونو اچول شوې ده د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ په جکړه کې وژل شوي یا ژوبل شوي دي.

پر دې سربیره رپوټ روښانه کړې ده چې د نړیوالو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۳۷ ماشومان وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

په رپوټ کې دا هم په روښانه شوې ده چې ښوونځي او روغتونونه د افغانستان په روانه جگړه کې په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول ویجاړیږي. په رپوټ کې راغلي دي: «شاوخوا ۱۱۵۰۰۰ ماشومان د ۵۳۹ ښوونځيو د دایمې او یا هم په مؤقتي ډول د تړل کیدو په پایله کې اغیزمن شوي دي. دغه ښوونځي د ناامنیو له کبله تړل شوي ول چې ډیر شمیر یې د افغانستان په سویل کې دي.»

Zum Thema Afghanistan - Die deutschen Entwicklungshelfer bleiben
انځور: picture-alliance/Photoshot

پر دې سربیره په ۲۰۱۳ کال کې ۶۰ ښوونکي او روغتیایي کاروونکي یا وژل شوي، يا ژوبل شوي، يا برمته شوي او یا هم ویرول شوي دي.

ملگرو ملتونو روښانه کړې ده چې اوس هم په افغانستان کې له ماشومانو څخه په جگړو کې کار اخیستل کیږي چې په حواله یې یوازي په ۲۰۱۳ کال کې ۹۷ داسي پیښې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې د یونسيف استازي د جگړې پر ټولو ښکیلو اړخونو باندي غږ کړی دی چې د نړیوالو بشري قوانیو له مخي د ماشومانو ساتنه وکړي او له ټولو هغو کارونو څخه لاس واخلي چې روغتیا، زده کړي او نورو ضروري خدمتونو ته د ماشومانو د رسیدو مخه نیسي.