1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د کوکنارو کښت کم شوی

۱۳۹۴ آذر ۲۴, سه‌شنبه

په افغانستان کې له ۲۰۰۹م کال راهیسې په اول وار د تریاکو په تولید کې کمښت راغلی. ملګرو ملتونو په دې اړه په خپل رپوټ کې ویلي دي چې د دې موضوع اصلي لامل د بارانونو لږ اورښت وو.

https://p.dw.com/p/1HNWk
انځور: picture alliance/AP Photo

که څه هم نړۍ والي ټولني په تیرو ۱۴ کلونو کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د کمولو پر سر په میلیونو ډالر لګولي دي خو اوس هم دغه هیواد په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی دی. کوکنار د افغانستان په سویلي برخو کې چې طالبان پکښې ډېر نفوس لري، د نورو برخو په پرتله ډیر کرل کیږي.

د ملګرو ملتونو د مخدرو توکو او جرایمو ادارې په نوې رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۱۵م کال کې د افغانستان په ۱۸۳ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي. دا د تیر کال په پرتله ۱۹ سلنه کمښت ښيي.

ویل شوي دي چې په هلمند ولایت کې تر بلې هري سیمې ډیر کوکنار کرل شوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مخدرو توکو او جرایمو ادارې استازې اندرې اویتسیان، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې یوازي د طالبانو تر کنترول لاندي سیمو کې کرل شوي کوکنار کولای شي چې د تریاکو له پاره نړیواله تقاضا پوره کړي.

هغه زیاته کړې ده: «د مځکو اوبه کولو له پاره د کافي اوبو نه شتون، ... سږ کال د دې سبب شوی چې ځیني بزګر پر خپلو ځمکو کوکنار و نه کري.»

اویتسیان همداراز ویلي دي چې د کوکنارو د کروندو ویجاړول هم سږ کال د تریاکو د تولید د کمښت یو له لاملونو څخه دی، خو کارپوهان بیا وایي چې دې موضوع د تولید په کمښت کې ډیر نقش نه لاره.

د سولي په انستیوت کې د اقتصادي چارو کارپوه ویلیم بایرد، ویلي دي: «د ترياکو د تولید د کمښت له پاره لنډ ځواب د حاصلاتو کمی دی نه د کوکنارو د کښت پر ضد هڅي.»

په ترتیب سره نو سږ کال په افغانستان کې د کوکنار د ښه حاصل نه ورکولو له کبله د تریاکو د تولید اندازه ۴۸ سلنه رالویدلې ده.

طالبان ډیر وخت له هغو بزګرو څخه پیسې ترلاسه کوي چې پر خپلو ځمکو باندي تریاک کري. دغه ډله بیا له دې پیسو څخه د خپلې جګړې د تمویل په موخه کار اخلي.