1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د 1388 کال امنيتي حالت ته يوه کتنه

۱۳۸۸ اسفند ۲۹, شنبه

په امنيتي ساحه کښي 1388 هجري لمريز کال د افغانستان دخلګو دپاره د چلينجونو ډک او يو خطرناکه کال ؤ . په دغه کال کې د ناامنيو په زرهاوو پيښي رامنځ ته سوي ،او ډير نظامي عمليات او ځان وژونکي بريدونو ترسره سوي دي

https://p.dw.com/p/MY9F
انځور: AP

د افغان امنيتي ځواکونو او ناټو د ځواکونو لخوا د وسله والو طالبانو په وړاندې 788 پوځې عملياتونه تر سره شول او همدارنګه په دولتي او نړيوالو ځواکونو ، پوځې کتارونو ، ميلمستونونو ، دولتي او ملکي ودانيو او انفرادي دولتي اړوندانو په وړاندې د وسله والو طالبانو لخوا 4171 پوځې بريدونه ترسره شوي چې دغه بريدونه د ځان وژنې ، چاودنې ، کمينونه ، د لاسي بمونو استعمالول اود مخامخو حملو په بڼه تر سره شويدي چې د دغو بريدونو له امله د کورنيو چارو وزارت د مالوماتو له مخې په منځنۍ توګه هره ورځ د ماينونو 5 چاودنې شوي ، هره ورځ د وسله والو طالبانو لخوا 11 پوځې يرغلونه تر سره شوي ، هره ورځ 15 تنه عام وګړي وژل شوي او ټپيان شوي او هره ورځ لسو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . په همدې ډول په منځنۍ توګه هره ورځ 12 تنه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي او هره ورځ دوه تنه ټپيان شويدي .

د دولتي پوځونو ، ناټو او وسله والو طالبانو د پوځې بريدونو او چاودنو په ترڅ کې نه يواځې زرهاوه تنه عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده بلکې په زرهاوه تنه خلک د جګړو له کبله په ځانګړي توګه د افغانستان له سوهيلي سيمو څخه بې ځايه شوي ، خپل کورونه ، کروندې او مالونه يې له لاسه ورکړي او د کډوالۍ ترخې شپې ورځې تيروي . د هلمند له ولايت څخه څو تنه چې د جګړو له امله کډوالۍ ته اړ شوي خپلې ستونزې بيانوي او وايي چې : دوی د جګړو ، بمباريو او چاودنو له ويرې خپلو کورنو او کروندو پريښودلو ته اړ شويدي ، دوی په جګړو کې خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او دلته په کابل کې د دولت په ځانګړي توګه د ولسمشر لخوا له دوی سره هيڅ ډول مرسته نده شوې او هان دوی پوښتنه چا نده کړې .

په هغو سيمو کې چې جګړه روانه ده د ميشتو خلکو د ژوند په بيلابيلو اړخونو يې ناوړه اغيزه کړيده په نوموړو سيمو کې د پوهنې ، روغتيا او نورو ټولنيزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې نه يواځې دا چې هيڅ پرمختګ ندی شوي بلکې شته بنسټونه يې هم له منځه تللي ، يواځې د پوهنې په برخه کې د هغه رپوټ له مخې چې د ( پوهنه د اور په لمبو کې) تر نامه لاندې د پوهنې وزارت لخوا خپور شوی ويل شوي چې : د 2009 کال د جون له مياشتې څخه تر اوسه د هلمند کندهار ، زابل ، ارزګان او پکتيکا په ولايتونو کې د ناامنيو له کبله 599 ښوونځي تړل شويدي .

د 1388 کال د امنيتي پيښو په اړوند د افغانستان دکورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري د هغه تفصيلي رپوټ په يوې برخې کې وويل چې : د 1388 کال په اږدو کې د تروريزم په وړاندې د پوليسي ځواکونو لخوا 217 مستقل عمليات او 571 ګډ پوځې عمليات تر سره شوي ، په همدې ډول د وسله والو طالبانو لخوا په دولتي چوڼيو ، د ناټو په پوځې اکمالاتي کتارونو او د ًښارونو د ننه په ودانيو 4171 پوځي بريدونه ترسره شوي دي ، د کال په اوږدو کې 225 ځان وژونکي بريدونه او 1824 د ماين چاودنې تر سره شويدي چې له امله يې 2157 تنه عام وګړي وژل شوي او 3769 تنه عام وګړي ټپيان شويدي .

د کال په اوږدو کې يواځې د پوليسو د وژل شويو شميره 1410 تنو ته رسيږي چې سربيره پردې 2388 تنه ټپيان شوي دي .

د نشه يې توکو کر، کيلی او قاچاق يوه بله هغه ستونزه ده چې د امنيتي حالت په خرابيدو کې ډيره ونډه لري . د ځينو رپوټونو له مخې ويل شوي چې د وسله والو طالبانو د جګړه ايز ماشين د چلولو لپاره د نشه يې توکو له ګټې څخه کار اخيستل کيږي . د کورنيو چارو وزارت وياند وايي چې : د 1388 کال په اوږدوکې د نشه يې توکو د پروسس 75 لابراتوارونه له منځه وړل شوي دي او 13061 هکتاره ځمکه له کوکنارو څخه پاکه شوې ده او په همدې ډول د نشه يې توکو د قاچاق او توليد په اړوند 1231 تنه کاروباريان نيول شويدي .

د کورنيو چارو وزارت وياند وايي چې : د تروريستي پيښو په تړاو يې په 1388 کال کې 2956 تنه تورن کسان نيولي او توقيف کړي دي .

له بلې خوا د ناټو په هوايي بمباريو کې د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې ګڼ شمير عام وګړي وژل شويدي چې د دغې لړۍ ادامه هم د امنيت په خرابوالي اغيزه کړيده .

د امنيتي چارو کارپوهان په دې اند دي چې امنيت يواځې له پوځې لارې نشي رامنځ ته کيدای بلکې بايد په اقتصادي ، سياسي او ټولنيزو برخو کې ګټه ور ګامونه پورته شي . د افغانستان د دفاع پخوانی وزير او د امنيتي چارو کارپوه جنرال شهنواز تڼی تير کال له امنيتي پلوه يو ستونزمن کال ګڼي او وايي چې : په دغه کال کې د دولت وسله وال مخالفين خپلې ګروپ بندۍ پياوړې کړې .

شهنواز تڼی وايي چې : په تير کال کې د نړيوالو پوځې ځواکونو او دولتي پوځونو لخوا د وسله والو مخالفينو په وړاندې جګړه ايز عمليات ترسره شول چې په خواشينۍ سره د دغو عملياتو په ترڅ کې يو شميرعام وګړي ووژل شول خو ځيني عمليات ګټه ورې پايلې يې هم درلودې .

تڼی د امنيت د خرابيدو لاملونه په ګوته کوي او وايي چې : د اداري فساد شتون او د قانون نه واکمني يو له دغو لاملونو څخه شميرل کيږي .

د يادونې وړ ده چې په 1388 کال کې افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو او پخلاينې هلې ځلې وکړې چې تر اوسه نه يواځې مطلوبې پايلې يې ندي ترلاسه کړي بلکې په دې برخه کې وړانديزونه د وسله والو طالبانو لخوا رد شويدي .

انور بری پال

کتونکی : محمد قاسم نوري