1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د CIA د وژل سوو غړو لومړی تلين

۱۳۸۹ دی ۱۰, جمعه

ولسمشراوباما د CIA د هغو7 کارکونکوستاينه وکړه چي يو کال د مخه په خوست کي په يوه خونړۍ حمله کی ووژل سول. هغه وويل چي په سيمه کي د القاعدې لوړ پوړي مشران اوس د پخوا په پرتله ډیر تر فشارلاندي دي.

https://p.dw.com/p/QlX7
د امريکا متحده ايلاتو ولسمشر بارک اوباما
د امريکا متحده ايلاتو ولسمشر بارک اوباماانځور: dpa

د CIA دغه اوپراتيفي افراد يو کال مخکي د يو اردني له خوا چي د متحده ايالاو د استخباراتو لپاره يي د يو مخبر په توګه کار کاوه ووژل شول. دغه اردني په افغانستان کي د CIA يوي هډي ته لاره پيدا کړي وه او ځان پوري چادونکي توکي تړلي ؤ.

اوباما وويل: «په داسي حال کي چي مونږ په خوست کي د خپلو وژل شوو استخباراتي کسانو يو کلنه تلينه لمانځوو بايد په ياد ولرو چي هغوي د خپل ماموريت لپاره قربانی ورکړه.»

سپيني ماڼي د اوباما دغه وينا له هاوايي څخه چيرته چي هغه له خپلي کورني سره رخصتي تيروي، خپره کړه ده.په دغي وينا کي اوباما د خپل هيواد د استخباراتي اداري د غړو د کار په اهميت باندي رڼا واچوله او وويل:

«مونږ بايد دا يقيني کړو چي زمونږ د استخباراتو د اداري سرښندونکي مامورين د ښوو مسلکي روزنو څخه برخه من وي او هغوي په ډيرو ښو وسايلو سمبال وي ترڅو وکړي شي چي هغه ماموريت چي مونږ يي تری انتظار لارو په ښه توګه سرته ورسوي.»

د 2009 کال د دسمبر په 30 د خوست په ولايت کي د CIA په يوي هډي کي دغه حمله د هغي اداري لپاره يو سخت ګذار ؤ چي په يوه بريد کي دومره زيات کسان له لاسه ورکړل.

اوباما وويل چي متحده ايالات به د هغوي سرښندني هيري نه کړي. هغه وويل چي داسي حملي« مونږ له خپلي نيولي شوي لاري چي په سيمه کي د تروريزم جرړي وباسو نه شي اړولي.»

دا د هومام خليل ابو ملال البلاوي «دبل اجنت» عکس دی چی د اردنی ورځپاڼي الغد له خوا تیر کال خپور شوی دی.
دا د هومام خليل ابو ملال البلاوي «دبل اجنت» عکس دی چی د اردنی ورځپاڼي الغد له خوا تیر کال خپور شوی دی.انځور: AP

بريد کونکي چي ويل کيږي په خټه اردني ؤ او نوم يي هومام خليل ابو ملال البلاوي ښودل سوی، د CIA له خوا ګمارل سوي ؤ چي د القاعدي د مشرانو په هکله معلومات راټول کړي.

د رپوټونو له مخه هغه د متحده ايالاتو د استخباراتي اداري اعتمادي سړی ؤ او په خوست کي د CIA هډې ته وبلل سو ترڅو خپل راټول کړي معلومات نوموړي اداري ته وړاندي کړي.

البلاوي د هډې حويلي ته پرته له دي چي تلاشي سي داخل سو. ويل سوي دي کله چي د حويلۍ په دننه کي يوې ودانۍ ته د ننوتلو لپاره تلاشي ته برابر سو، په داسي حال کي چي د CIA کارکونکي نژدي ورته ولاړ ؤ،په خپل ځان پوري چادونکي توکی والوزول.

له پيښي څخه وروسته څرګنده سوه چي بلاوي د طالبانو ارتباطي شخص ؤ او ورته ويل سوي ؤ چي په CIA کي خپلو اړوندو کسانو باندي حمله وکړي.

د امريکا متحده ايالاتو د استخباراتو د مرکزي اداري ريس، ليون پانيتا وويل چي د هغه پلټني له مخه چي د اوکتوبر په مياشت کي خپره سوه، د دغه پيښي لپاره په نوموړي اداره کي هيڅ شخص او يا ډله ملامت ګڼل کيدای نه سي.

خو په CIA کي يو داخلي کاري هيت چي دغه پيښه يي تر پلټني لاندي نيولي وه، دي نتيجي ته ورسيد چي د استخباراتي کارونو لپاره د استخدام په وخت کي« حمله کونکي په سمه توګه تر پلټني لاندي نيول سوی نه ؤ او لازم امنيتي تدابير هم نه ؤ نيول سوي.»

په خوست کي د CIA د وژل شوو افرادو د لومړي تلين سره جوخت د متحده ايالاتو د کورني امنيت وزيره، جنيت ناپوليتانو هم افغانستان ته رسيدلې ترڅو له افغان چارواکو سره خبري اتري وکړي.

ددغه وزارت په يوه خبرپاڼه کي چي په واشنګتن ته خپره سوې راغلي دي چي هغه نن کابل ته د متحده ايالاتو د ګمرکي او سرحدي امنيتي چارواکو سره ورسيده ترڅو د افغانستان له اړوندو ادارو سره د ملکي مرستو په هکله خبري وکړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: رحيله اميري