1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ستر خطر په کليوالي خلکو کي د ښورښيانو نفوذ دی

۱۳۸۸ تیر ۷, یکشنبه

امریکایی او افغان پوځي چارواکی وایی چی په افغانستان کی اورپکی د دغه هیواد ځینو هغو سیمو ته بیرته ستانه شوی چی په 2001 کال کی د طالبانو د واکمنی له نسکوریدو څخه مخکی د هغوی ترکنترول لاندی ؤ...

https://p.dw.com/p/IcqY
په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان سټينلي ميک کريسټال
په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان سټينلي ميک کريسټالانځور: AP

امریکایی جنرال، Michael Flynn د افغانستان شمال ته د یو سفر په ترڅ کی وویل: « یاغیانو له وخت څخه په استفادی سره ځانونه له سره سمبال کړل، او خپلی هغه پخوانی مرچلی بیرته جوړی کړی چی هغوی د سپتمبر د یولسمی نیټي له پیښی څخه مخکی درلودی.»

د ناتو تر مشری لاندی د نړیوال امنیتی مرستندوی ځواک، آیساف، د استخباراتو نوموړی آمر د فرانس پرس خبری آژانس سره په مرکه وویل چی یاغیان بیرته په نوموړو زړو مرچلو کی فعال شوی دی.

کابو اته کاله وروسته د طالبانو حملی خپلی لوړی کچی ته رسیدلی او واشنګتن یی دی ته اړولی ترڅو په دغی ناکراره سیمه کی چی د افراطینو د ودی ځاله ګڼله کیږی او د لویدیځي نړی امنیت ګواښ پیدا کوی، نوی لاری چاری ولټوی.

جنرال Flynn وویل، یاغیان عموما په جنوب او د ختیځ په خینو کی هډي لری، خو اوس یی لمن د شمال ځینو برخو ته هم اوږده شوی ده. د افغانستان شمال هغه ځای دی چی هلته د متحده ایالاتو تر مشری لاندی د نړیوال ایتلاف له پوځي مداخلی څخه مخکی طالبان هلته فعاله ؤ.

جنرال Flynn چی د نړیوال ځواکونو له نوی امریکایی قوماندان جنرال Stanley McChrystal سره په افغانستان کی په سفر وتلی ؤ، زیاته کړه:« د یاغیانو پیاوړتیا، همغږی، قوماندانی او کنترول هسی غوره نه دی لکه چی پخوا ؤ، خو هغه ورو ورو د ښه کیدو په لور روان دی».

هغه وویل: دا چی ولی اورپکی توانیدلی دی دغو «نویو ځایونو» ته بیرته لاره پیدا کړی وجه یی دا ده چی هغوی په سیمه کی خپل خپلوان او د کورنی غړی لری، خو دا په دی معنی نه ده چی ګواکی د سیمی اوسیدونکی د طالب واکمنی بیرته غواړي د آیساف د استخباراتو نوموړی جنرال یادونه کوی، بله وجه یی دا ده چی په دغو سیمو کی هغه شمیر افغان امینتی ځواکونه خوندی شوی نه دی چی اصلا ورته اړتیا ده.

جنرال Flynn وایی: « مونږ ونه توانیدو چی هغه یو ظرفیت ته وده ورکړو چی د خلکو امنیت ساتنی لپاره پکار دی.»

په افغانستان کی د ناتو او د امریکا متحده ایالاتو د ځواکونو عمومی قوماندان، جنرال McChrystal چی د جون په نیمایی کی خپل دنده اشغال کړه په یو جلا مرکه کی د فرانس پرس خبری آژانس ته وویل: «په افغانستان کی ډیر ستر خطر د یاغیانو د حملو له امله نه دی، بلکه د کلیوالی خلکو جوړښت کی د هغوی نفوذ دی.»

نوموړی یادونه کوی: « له دی کار سره هغوی توانیدلی دی یو ډول پټه واکمنی رامنځ ته کړی، له کومی لاری چی هغوی خلک ویروی، د حکومت واکمنی ته خنډ اچوی.» جنرال McChrystal دغه ډول یوه وضعه «ګواښ ورکونکی» وګڼله.

د افغانستان شمال سیمو ته د خپل سفر په ترڅ کی هغه له افغان او د ناتو له ځواکونو څخه واوریدل چی په دغی سیمی کی د یاغیانو فعالیتونه زیات شوی دی.

د آیساف د استخباراتو مشر، جنرال Flynn په آند، که چیری په مناسبو اقدماتو لاس پوری نه شی ښایی دغه نسبی امن چی په شمال کی خوندی دی، د اهم بد ورګی شی. هغه وایی:

« هغه څه چی زه ورته اندیښنه لرم، دا ده چی که چیری د بغاوتونو د لمن د پراخیدو پر خلاف څه ونه کړو، د وخت په تیریدو سره حالات ښایی له دی څخه هم خراپ شی.»

هغه همدا راز افغانستان ته د بهرنیو اورپکو د مخ اړونی په هکله هم انديښنه څرګنده کړه، هغه څه چی مخکی له دی جنوبی سیمو کی یی لړی پیل شوی او د هغه د خپلی وینا له مخی د هغوی د «ځینو هماهنګو فعالیتونو، مالی مرستو او ښایی هم تر یوی کچی پوځي رزنی» تر شا «عربی عنصر» موجود وی.

د آیساف نوموړی استخباراتی جنرال وویل:

« زه فکر کوم چی همغږی، استخباراتی معلومات او د هغو شریکول، شفافیت او د ولسی خلکو او د افغانستان د ملی حکومت تر منځ نژدیوالی، هغه څه دی چی تر یوی زیاتی کچی نوموړو اندیښنو ته ځواب ورکولای شی.»

آژانسونه/ عبدلباري حکيم

کتونکی. زيارمل