1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کي ناامنۍ زياتي سوي دي»

خليل الرحمن اميد / کابل۱۳۹۴ فروردین ۲۳, یکشنبه

د افغانستان ولسي جرګې د پسرلي له پیلېدو سره د نا امنیو د ډېرښت خبر وکړی او دلیل یې د حکومت نه بشپړېدل په ګوته کړي دي. د کورنيو چارو وزارت وايي وضعه به بهتره سي.

https://p.dw.com/p/1F6bV
انځور: Javed Tanveer/AFP/Getty Images
د افغانستان د ولسي جرګې استازي په دغه هيواد کي د ناامنيو د زياتېدو خبره کوي. خو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي ‌چې له ملي دفاع وزارت سره یې په ګډه امنیتي پلان جوړ کړی او په پلي کېدو سره به یې امنیتي حالت تغیر وکړي.
د افغانستان دننه په وروستیو امنیتي پېښو کې د بلخ، غزني او ننګرهار ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي ووژل شوي. په بلخ کې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۵م د اپريل ۱۰مه) وسله والو طالبانو د استناف پر څارنوالۍ برید وکړ چې له کبله یې ۱۸ تنه مړه او ۶۷ نور ټپیان شول. د غزني په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله ۱۲ تنه مړه شول.
وسله وال طالبان له معمول سره سم هر کال د پسرلي په موسم کې خپلو بریدونو ته زور ورکوي‌. خو سږ کال به له نورو سره توپیر په دې کې وي چې بهرني ځواکونه د جګړې په کرښه کې نشته او د وسله والو مخالفینو د ټولو بریدونو پر وړاندې به یوازې افغان امنیتي‌ ځواکونه جګړه کوي.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د شنبې د ورځې(۲۰۱۵ کال د اپرېل پر ۱۱مه) په عمومي غونډه کې له نا امنیو شکایتو وکړ او ویې ویل: « زموږ له هېوادوالو د جګړې له کبله سرونه پرې کیږي او شهیدان کیږي، د دې حالت دوام نور د زغملو نه دی. په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت یو له مهمو امنیتي‌ پوسټونو څخه دی دا وزارت د کابینې په لیست کې نه لیدل کیږي.»
ناامنۍ شمال ته هم غځېدلي دي
څو کاله وړاندې نا امنۍ یوازي د هیواد په ختیځ او جنوب لودیځه حوزه کې وې خو له تېرو دو کالو راهیسې د هیواد شمال ته هم نا امنۍ غځېدلي دي. په ولسي جرګه کې د سرپل ولایت استازې غزیزې جلیس له نامینو یادونه وکړه او ویې ویل نا امنۍ په هیواد کې ورځ تر بلې ډېریږي.
هغې په خپله وينا کي حکومت خاطب کړ:« د حکومت مشران باید ځواب ورکړي‌ چې ولې هره ورځ نا امنۍ ډېریږي، د وسله والو طالبانو او داعش پلو شمېر مخ پر ډېرېدو دی او ولې هره ورځ شهادت دی او تښتول دي؟»
ورته مهال بیا د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش دویچه وېلې راډیو ته وویل چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت د ګډ امنیتي پلان په پلي کېدو سره به امنیتي حالت ډاډ من شي. هغه وویل:« یو ګډ امنیتي پلان جوړ او د امنیت شورا ته لېږل شوی دی. د دې پلان په پلې کېدو سره په ډاډه زړه ویلی شم چې امنیتي حالت ښه کېدلی شي.»
دانش زیاته کړه چې ددې پلان په لمړیتوبونو کې لوی ښارونه او په خاصه توګه کابل راځي چې له ښه امنیتي حالت څخه به برخمن شي.
د مشرتابه تر منځ اختلاف
د ملي یوالي له حکومت که څه هم اوه میاشتې تېرې شوې خو لا یې هم کابینه نه ده بشپړه شوې او یوازې اته وزیران لري. د حکومت د دواړو مشرانو له لورې د پاته نورو وزیرانو نومونه هم پارلمان ته لېږل شوي خو د ملي دفاع پر وزارت لا هم هوکړې ته نه دي‌ رسېدلي.
ولسمشر غني څو ورځې وړاندې محمد افضل لودین د ملي دفاع وزارت ته د نوماند په توګه وپېژانده خو هغه بېرته له خپلې نوماندۍ تېر شو. د چارو څارونکي اټکل کوي چي د نوماندۍ څخه د پرشاکېدنې لامل به د عبدالله عبدالله اعتراضونه ول.
بل پلو بیا د ولسي جرګې استازو له حکومت غوښتنه وکړه چې کابینه ژر بشپړه کړي او زیاته یې کړه چې د دواړو مشرانو له اختلافاتو څخه وسله وال مخالفین ګټه اخلي او نا امنۍ زیاتیږي. د ولسمشر غني او اجرائیوي ریس عبدالله تر منځ اختلافاتو د پارلمان جدي غبرګون را وپاراوه او ځینو ویل چې باید ددې اختلاف له منځه تلو په خاطر د پارلمان دروازه وتړل شي.
خو د ولسي جرګې مشر بیا وویل چې د نا امنیو د عواملو څېړلو ته به یوه ورځ ځانګړې کړي. هغه وویل:« د پارلمان ځینې استازي وړاندیز کوي چې د پارلمان دروازه وتړل شي خو ځینې نور بیا وايي ‌چې باید یوه جدي پرېکړه وکړل شي تر څو دولت یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه شي.»