1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي نوی تلويزوني کانال

رزاق برق۱۳۸۴ شهریور ۱, سه‌شنبه

په افغانستان کي د لومړي ځل لپاره د اريانا په نامه يوه نوي تلويزوني کانال خپلي خپروني پېل کړې. د تلويزون مشر انجينير احسان لله بيات د المان ږغ د راډيو پښتو خپروني سره په يوه مرکه کي وويل چي دا تلويزون د شپږ مليونو افغانيو په لګښت جوړسوی دی. او داوخت د دې تلويزون سره سل کسان کار کوي.

https://p.dw.com/p/DMqG
په کابل کې د ټی وی ستلايت ديشونو پلورنځۍ
په کابل کې د ټی وی ستلايت ديشونو پلورنځۍانځور: AP
ده زياته کړه چي موږ په خپل تلويزون باندي د هيواد و دولت او اپوزيشن ته يو ډول په خبرونو کي ځای ورکوو. او زموږ ټول نشريات به بېطرفه او غېرجانبداره وي. د يوې پوښتني په ځواب کي ښاغلي بيات وويل چي موږ د افغانستان د راروانو پارلماني ټاکنو لپاره و ټولو ولايتوته خپل خبريالان ليږلي دی. زموږ دغه خبريالان به د ټولټاکنو د جريان په هکله موږ ته تازه خبرونه او راپورتاژونه رالېږي.