په افغانستان کي نيول سوی روسی په امریکا کي محاکمه کيږي
۱۳۹۳ آبان ۲, جمعه
د ولسشمر بارک اوباما اداره تصميم لري، يو جنگي بندي چې ويل کيږي په خټه روسی دی واشنگتن ته نژدې محاکمه کړي. امريکايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وويل چې په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې نيول شوي، اريک حميدلان چې تر اوسه پوري په بگرام په هوايي اډه کې بندي وو، د ترهگرۍ په فعاليتونو کې د لاس درلودلو په تور محاکمه کيږي.
دغه اقدام به لومړی هغه نښانه وي چې يو پوځي بندي له افغانستان څخه د محاکمې له پاره متحدو ايالاتو ته ليږدول کيږي او دا د اوباما د ادارې يو بله هڅه ده چې غواړي ښکاره کړې چې کولاي شي له شکمنو ترهگرو سره د تعامل له پاره له جنايي قضايي سيستم څخه کار واخلي.
ويل شوي دې چې هغه په خوست کې د افغانستان پر سرحدي محافظينو او امريکايي عسکرو باندي د يرغل په وخت کې ونيول شوو.
د امريکايي چارواکو د وينا له مخي حميدلان هغه روسی عسکر دي چې د شوروي اتحاد د اشغال په موده کې په افغانستان کې مجاهدينو ته تسليم شوي او بيا په افغانستان کې پاته شوی دی.
د امريکايي چارواکو د وينا له مخې حميدلان به د ويرجينيا د الکزاندريه په فيدرالي محکمه کې محاکمه شي او د مختلفو تورونو له امله ښايي په عمري بند محکوم شي.
د ويرجينيا څارنوالانو تر دې مخکي يو شمير لوړ پوړي مشکوک ترهگر محاکمه کړي دي چې د هغوی کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د يرغلونو يو طرح زکريا موسوي هم شامل دی.
د سپيني ماڼۍ د ملي امنيت شورا وياندي برنيديت ميهان، دا خبره تصديق کړه چې د افغانستان د بگرام يو بندي به په امريکا متحدو ايالاتو کې د محکمې په وړاندې ودرول شي. خو هغې د بندي د هويت په اړه څه نه وويل.
آغلي ميهان وويل، چې دغه پريکړه د افغانستان او امريکا متحدو ايالاتو تر منځ د لاس ليک شوي امينتي تړون له مخي تر سره کيږي. دغه تړون د ۲۰۱۵ کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه نافذ کيږي.
د موافقې له مخي امریکا تر دې وروسته هم کولای شي چې په افغانستان کې زندانونه ولري او يا يي په کار واچوي.
د متحدو ايالاتو د ملي امنيت شورا نوموړي وياندي وويل: «د ولسشمر د ملي امنيت ټيم دغه موضوع ترغورلاندي ونيوله او د رايو په اتفاق سره يې تصميم ونيو چې په يوه فيدرالي محکمه کې د دغه بندي محاکمه تر ټولو غوره لاره ده.»
تر تيري مياشتې پوري د بگرام په زندان کې ۱۳ غير افغان بنديان پاته ول. د اوباما اداره تر فشار لاندې ده چې د دسمبر مياشتي تر پای دمخه، کله چې د ناتو جنگي ماموريت پای ته رسيږي، دغه بنديان انتقال کړي.
د اوباما د ادارې دغه اقدام ښايي د جمهوري غوښتونکو نيوکي راوپاروي. د هغوی ډيری په دې باور دي چې پوځي بنديان بايد يوازي د پوځي محکمو له خوا محاکمه شي.
د هغوی په نظر په جنايي محکمو کې د هغو محاکمه متحدو ايالاتو ته سپکاوي دی، ځکه د هغوی په وينا «دغه هيواد له القاعدې او نور افراطيانو سره په جگړه کې دي.»
د ۲۰۰۹م کال د يو پلان څخه د لاس اخيستو سره سره چې د سپتمبر د ۱۱ مې نيتې د حملو طراح خالد شيخ محمد او د گوانتانامو ځيني نور بنديان د نيويارک په ښار کې محاکمه شي، د متحدو ايالاتو د عدليې وزارت بريالی شوی دی چې ځيني نور بنديان په فيدرالي جنايي محکمو کې محاکمه کړي.
د بېلگې په توگه په نيويارک کې يو قاضي د اسامه بن لاندن وياند سليمان ابو غيث په دي وروستيو وختو کې په عمري قيد محکوم کړ.