1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ورځ تر بلي امنيتي حالت ويجاړيږي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۷, دوشنبه

که د يوې خوا د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د طالبانو سره دسولي دخبرو اترو تياری نيسي، د بلي خوا په هغه هيواد کي زورزياتی ورځ تر بلي ډيريږي...

https://p.dw.com/p/NQCO
په افغانستان کی د ځانمرگو بريدونو يو انځور
په افغانستان کی د ځانمرگو بريدونو يو انځورانځور: AP

د افغانستان په جنوب کي د يکشنبې په ورځ وسلوالو کسانو د امريکايي ځواکونو يو تن عسکر وژلی او په بله پېښه کي په کندهار کي دافغانستان ملي امنيت پر يوه مامور باندي هم دسو قصد يو بريد سوی، او هغه نه بلکي موټر چلونکی يې وژل سوی دی.

په دغه ورځ په کندهار کي د پوليسو پر قرارگاه درې ځانمرگي بريدونه سوي او د افغانستان په ختيځ ولايت کنړونوکي درحمن ګل په نامه يو نامتو ملا،چي دسولي دپاره يې هلي ځلي کولې،د يو نا پيژندل سوي سړی د خوا وژل سوی.

په ختيځ افغانستان کي د يوه انفرادي امنيتي شرکت پنځه تنه غړي هم وسلوالو له خوا وژل سوي.

په لويديځ ولايت هرات کي هم په نړيوال سوله ساتي ځواک ISAF پوري مربوط دوه تنه ايټالوي عسکروژل سوي او دوه نور سخت ټپيان سوي دي.

کرزي د امريکا د سفر څخه وروسته د برتانيې دنوي لومړي وزيرDavid Cameron سره دCheguers په ښار کي، چي د کامرون کليوالي ناست ځای بلل کيږي، کتلي.

دبرتانيې ديو حکومتي وياندپه خبره په دغه کتنه کي، پر نورو مسايلو سر بيره په افغانستان کي دسولي دپلان سوي مشورتي جرګې پر موضوع باندي هم خبري سوي.

په کندهار کي تر يو ځانمرگي بريد وروسته خرابۍ
په کندهار کي تر يو ځانمرگي بريد وروسته خرابۍانځور: picture alliance/dpa

د افغانستان د امنيتي او نړيوالو ځواکونو د عملياتو په لړ کي، چي د هغه هيواد په بيلابيلو سيموکي تر سره سوي دي، ويل کيږي، چي يوازي دتيري جمعې په ورځ شاوخوا 30 تنه پاڅيدونکي وژل سوي او په هلمند کي د طالبانو يوسيمه ايز مشر نيول سوی دی.

دapn خبري آژانس په يوه رپوټ کي راغلي دي، چي نه يوازي په افغانستان، بلکي په پاکستان کي هم د پوځي ځواکونو د خولې څخه ويل کيږي، چي ښايي ديکشنبې په ورځ د پښتونخواخيبر داوراکزو په غرنۍ سيمه کي شاوخوا 58 کسه شکمن تند لاري وژل سوي يي.

د آژانسونو د راپورونو د مخه په تير کال کي په جنوبي وزيرستان کي دپاکستاني پوځي ځواکونو دعملياتوپه بهير کي دغه سيمي ته ډير شمېر طالبان تښتيدلي.

د پاکستاني استخباراتو د يوه خبره د مخه د تيري شنبې په ورځ د افغانستان پولو ته نژدې د خيبر په سيمه کي د امريکايانو د دو توغنديو په اثر، چي پر يوه کور او يوه لارۍ موټر باندي لگېدلي دي، ويل کيږي، چي ښايي 15 کسه وژل سوي وي.

د افغانستان په شمالي سيموکي هم د امنيتي وضع د خرابوالي له امله د آلماني عسکرو سره امريکايي څرخي الوتکو مرستي کړي.

AP/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل