1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ورځ تر بلي مقاومت ډيريږي

۱۳۸۸ آذر ۱۹, پنجشنبه

د امریکا دمتحده ايالاتو د جمهور ريس بارک اوباما د پخوانی سلاکار بروس ريدل په عقيده، داسي ګومان کيدای سي، چي ناټو او د امریکا متحده ایالات په افغانستان کي ماته وخوري...

https://p.dw.com/p/Kz2g
د افغانستان په يو کلي کي د وسلوالو طالبانو يوه ډله
د افغانستان په يو کلي کي د وسلوالو طالبانو يوه ډلهانځور: dpa

بروس ريدل دغه خبره پرون په واشنګتن کي په يوه غونډه کي کړې ده. دی وايی، چي« ټول شاخصونه او احصايوي ارقام ښه يي، چي روان ديناميزم ټول دطالبانو په ګټه څرخي.»

هغه زياتوی،چي دغه سیمه ايزه لانجه د 2009 ميلادي کال د جنورۍ په میاشت کي اوباما ته دبوش د زمانې څخه په اصطلا په ميراث پاته ده. خو لکه څنګه چي ريډل وايي، په تيرو لسو میاشتوو کي په افغانستان کي حالات لاپسي خراب سوي دي.

کومه جګړه، چي د2001 میلادي کال په پای کي په نسبي توګه په بریالیتوب سره پيل سوه، وروسته ډيري اشتباوي رامنځ ته سوي. هغه وايي،د بوش حکومت ددغه اشتباو د مخنوي لپاره عمل ندی کړی او له همدې کبله نن ورځ په دغه سیمه کي داسي يوه مقاومتي وضع رامنځ ته سوې، چي بايد نه وای رامنځ ته سوې.

په افغانستان کي دکرزي د حکومت بقا ددغه مقاومت له امله تر سوال لاندي راځي او له بله پلوه ددې امکان هم سته، چي د ناټو په تاریخ کي،دغه دفاعي تړون په دغه سیمه کي د ماتي سره مخامخ سي.

خو بيا ريدل وايي،چي ددغه ټولو ستونزو سره سره بياهم په افغاسنتان کي وضع ځکه سل په سلو کي نااميده کونکې نه ده، چي په دغه سیمه کي نړیوال ځواکونه دیوه ملي پاڅون سره نه دي مخامخ،بلکي يوازي يو تعداد پښتانه دي، چي دوی راپاڅېدلي او د نړیوالو ځواکونو په مقابل کي مقاومت کوي.دریدل په عقیده طالبان په افغانستان کي دولس د اکثريت دملاتړ څخه برخمن نه دي.د پښتون ولس اکثريت هم نه غواړي،چي په افغانستان کي د طالبانو دخوښي،يواسلامي حکومت بيا رامنځ ته سي.

ريدل وايي،چي دی دغه خبري د امریکاد متحده ایالاتود استازي په توګه نه کوي او په روان وخت کي دی نور داوباماسلاکار نه دي. ريدل ډير وخت دامریکا دمتحده ایالاتو د استخباراتي څانګي سي آي اي مامور و، او د همدې روان ميلادي کال په پیل کي د هغي سلاکاري ډلي مشر وچي په پاکستان او افغانستان کي يې د امریکا د متحده ایالاتو د ستراتيژي په هکله څيړني کولې.

د نژدې او منځني ختيځ لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د وسله والوځواکونو ستر قوماندان جنرال ډيويډ پتر يوس هم د افغانستان روانو حالاتو ته دخوشبينۍ په سترګه ګوري او وايي،چي که روان حالات په افغانستان کي دعراق د 2007 ميلادي کال دحالاتو سره پرتله سي، نو په دغه هیواد کي حالات نا اميد کونکي نه دي.

جنرال پتريوس دغه خبره پرون دامریکاد متحده ایالتونو دسناجرګې دبهرنیو چار و دجرګه ګۍپه وړاندي کړي او وايي،چي که دافغانستان روان حالات په عراق کي د2007 ميلادي کال د وضع سره پرتله سي، نو هغه وخت په عراق کي د افغانستان د روانو حالاتو په پرتله هم دملکي وګړوتلفات ډيرو او هم د زور زياتيوعملیات.خو بیاهم څنګه، چي جنرال پتریوس وايي، په افغانستان کي عملیات خپل ځانګړي ستونزي لري او په دغه هیواد کي به بری د عراق په پرتله ورو وي.

AFP/ Agenturen/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل