په افغانستان کي يو آلمانی تښتول سوی
۱۳۸۶ آذر ۲۶, دوشنبهاعلان
داخبره د هرات د پوليسو قومندان د رويترز خبري آژنس يوه خبريال ته کړې ده.
دغه جرمنی چي عبدالرحمن نوميږي او د هرات ولايت د ګل دان په سيمه کي په يوه روغتون کي په کار بوخت و، د پرون ورځي راهيسي د ناپيژندل سوو کسانو لخوابرمته سوی دی.
ديو بل خبر له مخي د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي په افغانستان کي يو آلمانی د خپلي مېرمني او يوه کوچني سره برمته سوي دی.
بلخوا اولسمشر حامد کرزي د يوه آلماني تښتول سخت غندلي او د پيښي په اړه يي ډير ژر د معلوماتو د ورکولو وعده کړې ده. حامد کرزي په کابل کي نن وويل موږ به دغه ډول جنايي اعمال ونه زغمو.
اولسمشر دا خبره تايد کړې، چي برمته سوی د جرمني تبعه دی، چي ديوې افغاني مېرمني سره يي واده کړی او مسلمان سوی دی.