1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي يو بل جرمنی عسکر ووژل سو

۱۳۹۰ خرداد ۱۲, پنجشنبه

د افغانستان په شمالي ولايت، بغلان کي يو جرمني سرتيري وژل سوی او پنځه تنه نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/11T6y
الماني سرتيري د خپلو ملگرو د وير په مراسمو کي
الماني سرتيري د خپلو ملگرو د وير په مراسمو کيانځور: picture-alliance/dpa

ويل کيږي چي د الماني عسکرو د گزمې پر موټر باندي د سړک پر غاړه ښخ سوی ماين چاودلی دی.

د رپورټونو په حواله د دوو ټپي سويو عسکر روغتيايي حالت د ډاډ وړ نه دی. په پيښي کي ټپي سوي سرتير د چاودني وروسته سم د لاسه د څرخي الوتکو په واسطه يوه نږدي روغتون ته وړ سوي دي.

په وروستيو لسو ورځو کي دا څلورم المانی سرتيری دي چي په افغانستان کي وژل کيږي.

تيره اونۍ د تخار ولايت کي دوه المان عسکر هغه مهال ووژل سول چي د ولايت د مقام په ودانۍ کي زوره وره چاودنه وسول.

د تخار په پيښه کي د افغانستان په شمال کي د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان المان جنرال کارکوس کنايپ هم ټپي سوی چي اوس د تداوۍ له پاره جرمني ته وړل سوی دی.

د تخار د پيښې په څلورو تنو ټپيانو کي يوه افغان هډه المانۍ هم سخته ټپي سوې چي او په روغتون کي د کوما په حال کي ده.

د تيري چارشنبې په ورځ بيا په کندز ولايي کي يو المانی عسکر د گزمې پر مهال ووژل سو.

آژانسونه: مسعود جهش

کتونکي/ نجيب الله زيارمل