1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ټول امريکايي ځواکونه د ناټو تر قوماندې لاندي راوستل کيږي

۱۳۸۸ اسفند ۲۶, چهارشنبه

په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو يو لوړ پوړی پوځي چارواکي ويلي دي، چي تر يوه لاس لاندي نيول سوي پلان له مخه به په افغانستان کي ښايي ټول امريکايي ځواکونه د ناټو تر قومانداني لاندي راوستل سي...

https://p.dw.com/p/MUox
د امريکايي ځواکونه د عملياتو پر مهال
د امريکايي ځواکونه د عملياتو پر مهالانځور: AP

د اميرالبحر مرستيال، ګريګ سميت وايي د دې پلان پر بنسټ به د افغانستان په ختيځ کی ټول 20 زره امريکايي سرتيري چي Enduring Freedom يا پايښت لرونکي آزادي نومو عملياتو تر سره کوي، د ناټو تر مشرۍ لاندي د نړيوال امنيتي مرستندوي يا آيساف، له 90 زره کسيز ځواکونو سره يو ځای کړای سي.

سميت وايي، د ناټو او متحده ايالاتو د ځواکونو ستر قوماندان، جنرال ميک کريسټل، غواړي، چي په افغانستان کي ټول بهرني ځواکونه تر يوي واحدي قوماندي لاندي راوستل سي تر څو د متحدينو تر منځ د عمل په ساحه کي د مختلفو مقصدونو مخ نيوی وسي.

نوموړي چارواکي هغه ادعاوي ردکړي چي وايي، دغه تصميم وروسته له هغه نيول کيږي چي په افغانستان کي د ملکي خلګو د وژلو په اړه اندېښنې ډيري سوي دي.

د اميرالبحر مرستيال سميت زياته کړه،چي دغه اقدام ته اړتيا وه تر څو د ناټو او نورو نړيوالو ځواکونو تر منځ همږغي رامنځ ته سي.

د هغه په خبره دا نه يوازي د جنرال ميک کريسټل غوښتنه ول، بلکي د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير اربرت ګېټس چي دوې اونۍ مخکي يې افغانستان ته هم سفر کړی و غوښتنه ده.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل