1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي په روحي ناروغيو د اختو آلماني عسکرو شمېر ورځ تر بلي ډيريږي

۱۳۸۸ مهر ۱۳, دوشنبه

په روحي ناروغيو د اختو آلماني عسکرو شمېر چي په 2006 کال کي 55 تنو ته رسېدی په تير کال کي يې شمېر 226 تنو ته رسېدلی...

https://p.dw.com/p/Jy24
په افغانستان کي آلماني عسکر د ګزمې پر مهال
په افغانستان کي آلماني عسکر د ګزمې پر مهالانځور: AP

ډيری عسکر وايي، چي په افغانستان کي دوی بېخي له بلي نړۍ سره مخامخ دي. په ګوليو سوري سوري کورونه، دجګړي چخپیت او وران وسايل چي هري خوا ته پراته دي ، اوماشومان چي جنډي جامي يي اغوستي وي سړي هلته ویني.

هاينس فيشر وايي: له ټولونه زيادتره دخلکو غريبي اوخواري ده چي دعسکرو په ارزوني باندي اغيزه اچوي او دهغو د زړه سوي باعث ګرځي. دغه اوړ ظابط تراوسه څلور ځلي افغانستان ته، هرځلي له څلورو نه ترشپږو مياشتو پوري تللي دي.نوموړی ۴۴کلن سړي وايي، چي پر دې سربيره دوامداره ډارهم دسړي دهري ورځي ملګری وي. دی زياتوي:

«تاسي پر يو سړک باندي دوه کيلومتره مخامخ په موټرکي ځي په يوو فرعي سړک باندي چي دتګ اوراتګ لپاره لاره لري ناڅاپه دټانک دموټرو کتار له مخامخه راځي چي هره شيبه يي دچاودلو امکان شته دی اويا داچي خلک چي په خپلو پټيو باندي کار کوي. له لري دسلام په علامه لاس درته ښوروي پس له هغه ځانونه ټوغوي اوپه لاسونوکي يي ټانک ويشتونکي ګولۍ وي. دا ټول په ماباندي تير شويدي.»

دغسي انځورونه ، زخمي شوي ملګري، او وژل شوي ماشومان دانسان په روحيي باندي ډيره ژوره اغيزه لرلي شی.په افغانستان کي د3000 ځاي پر ځاي شويو عسکرو له جملې څخه 135 په عسکري روغتونونکي دسلامشورو دلاسته راوړلو هڅه کړي ده.

ډاکتر پيتر څيمرمن وايي هغه کسان چي په رواني ناروغيو اخته کيږي شمير يي لدينه ډير زيات دي،خو د نورو نارينه ووپه شان عسکر هم دخپلو خبرو له برآلا کولو څخه باک لري دغه عسکري ډاکتر د برلين په يوو عسکري روغتون کي دساپوهني او د روحي نارو غيو د درملني په ځانګه کي کارکوي. دغه 42کلن سړي پخپله هم دعسکري ډاکتر په حيث افغانستان ته تللي وو.دي دصحي نقطه نظره په افغانستان کي دګمارل کيدو په اړه وايي:

«دسختوالي اوستونزمنوالي له مخي هغه څه چي مونږ په افغانستان کي وينو دکار نوي کيفيت دي . پدي باندي چي دناروغانو شمير رښتيا ورځ په ورځ ډيريږي اوکنه غواړو چي دنامعلوموناروغانو په هکله دڅيړنو به ترڅ کي رڼاواچوو. خو د درملني اړه زه تاسي ته همدا اوس ويلي شم چي ډيريږي .اومونږ بايده دي په راتلونکو کلونو اومياشتو کي پدي باندي فکر وکړو چي دروحي ناروغانو ددرملني ظرفيت بايدپه عسکري روغتونونوکي ډيرکړو .»

لدي نه مطلب دمنابعواوپيسو ډيرول ندي، اودمطبوعاتو په خلاف وايي چي دا وسايل او منابع کفايت هم کوي . بلکه مهمه داده چي په المان کي هغوته دزيادتره مرستي وړاندييز وشي. نوموړي ډاکتر له خپل ملګري سره په اينترنت کي دنه پيژندل شويو کسانوته دمرستي پيشنهاد کړيدي . ددي وړاندييز نوم دي« په روحيي باندي بريد.»

دا وړاندييز زيادتره دځوانو عسکرو لخوا منل کيږي . څيمرمن وايي چي د دوي ډيره کي دګناه احساس کوي چي آرامه يي نه پريږدي . دا احساس اوړ ظابط فيشر هم ښه پيژني. دي په افغانستان کي دخپلي يوي ګمارني قيصه کوي او وايي :

«يو بم چوي، مونږ اوس تل، ټول په زره پوښه موټرو کي ګرځو، مونږ باندي ډير اثرنکوي. خو ملکي وګړوته ډير تاوان رسيږي . تاسي هلته زخمي ملکي وګړي اوماشومان ويني. لکه هسي چي په قندزکي ډير واقع شويدي درته ویل کيږي چي داپيښه ددي لپاره وشوه چي تاسي دلته وۍ.نوسړي مجبوره دي چي داوضعه وويني ، او هغه هضم کړي. فيشروايي چي ددي ناروغۍښه درملنه په کورکي له خپلي کورنۍ سره کيداي شي.»

Melanie Riedel/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل