1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي په لادرکه سوو امريکايي سرتيرو پسي لټون روان دی

۱۳۸۹ مرداد ۳, یکشنبه

په داسي حال کي چي په دوو لادرکه سوو امريکايي سرتيرو پسي لټون روان دی، طالبانو ادعا وکړه چي يو تن يې د نښتي پر مهال وژلی او يو تن يې ژوندی نيولی دی.

https://p.dw.com/p/OUAo
امريکايي رسنۍ وايي چي دغه دوه تنه سرتيري د لوګر ولايت د چرخ په ولسوالي کي د خپلي هډې څخه د اجازي پرته وتلي دي.
امريکايي رسنۍ وايي چي دغه دوه تنه سرتيري د لوګر ولايت د چرخ په ولسوالي کي د خپلي هډې څخه د اجازي پرته وتلي دي.انځور: AP

د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخه، د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد وروسته له هغه دغه ادعا وکړه چي تر دې د مخه د نوموړو دوو امريکايي سرتيرو د لادرک کيدو په پېښه کي له لاس درلودلو څخه انکار کړي ؤ.

نوموړي د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل. «موږ دغه دواړه سرتيري چي يو مړ او بل ژوندی دی، د ځان سره يو مصون ځاي ته وليږدول. موږ د پيښي مسووليت په غاړه اخلو.»

د نوموړي خبري آژانس په يو بل رپوټ کي چي د کابل څخه يي د پوځي چارواکو له خولي خپور کړی راغلي دي چي، په لوګر کي په لادرکه سوو امريکايي سرتيرو پسي هوايي او ځمکنی لټون روان دی.

د آيساف وياند فرانس پرس ته ويلي دي چي: «تر اوسه پوري موږ د هغوﺉ درک نه دی معلوم کړی، نو په دې وجه د هيڅ ډول ادعا تاييد نه سو کولاي.».

دغه چارواکي چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يي خبري وکړي وويل:« ددې ادعا تصديق هم تر اوس پوري کولای نه سو چي ګواکي دغه دوه تنه سرتيري دي تښتول سوي وي.»

خو د آيساف يو بل چارواکي چي هغه هم د خپل نوم له ښودولو ډه ډه وکړه، د فرانس پرس خبر ي آژانس ته وويل چي، دوﺉ ته داسي رپوټونه رسيدلي دي چي د «طالبانو تر کنترول لاندي سيمه» کي د دوسرتيرو څخه يو يې وژل سوی او مړی يي له صحني څخه ليږدول سوی دی.

امريکايي رسنۍ وايي چي دغه دوه تنه سرتيري د لوګر ولايت د چرخ په ولسوالي کي د خپلي هډې څخه د اجازي پرته وتلي دي.

هغوﺉ د جمعې د ورځي د ماښام څخه وروسته تري تم سول او وروسته د سپرلي موټر يې په داسي يوه سيمه کي وموندل سو چي بايد هلته نه وای تللي.

ag/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل