1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ډيره پاملرنه بايد ملکی اړخ ته وسي

۱۳۸۸ دی ۱۵, سه‌شنبه

دا هغه يوه غوښتنه ده چي له برلين، کابل او نيويارک څخه د افغانستان په اړه د لوړ پوړو مقاماتو په وروستيو تبصرو کي عنوان شوې ده

https://p.dw.com/p/LLNc
د جرمني او افغانستان خارجه وزيران ويستروېله او سپانتا
د جرمني او افغانستان خارجه وزيران ويستروېله او سپانتاانځور: AP

د افغانستان د کړکيچ د حل او د دغه هيواد د ولس جوړوني پروسه کي سمونوالي لپاره بايد ډير زيات ټينګار پر ملکي اړخ او د افغانستان پر خپلو امنيتي او ملکي تأسيساتو باندي وسي .

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويلي، د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير، رنګين دادفر سپنا او همدا راز د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون درې واړه کابو په دې نظر دي چي په جګړه ځپلي افغانستان کي د امن د ټينګښت او د سولي راوستلو په موخه اوس تر بله هر وخت پکاره ده چي نړيواله ټولنه ملکي بيارغوني هدفونو ته پام واړول وسي .

د ګيدو وستر ويلي د وينا له مخي، د افغانستان ملکي بيارغاونه يواځي هغه وخت برياليتوب ته رسيږي چي هغه پر يو پراخ سياسي بنسټ کښيښودله شي .

وستر ويلي د آلمان د دوهمي تلويزوني شبکي سره په يوه مرکه کي پرون وويل چي هغه د افغانستان د ستونزي د«سياسي حل» پلوی دی . د آلمان د فدرال په ايتلافي حکومت کي د ليبرال ديموکرات د ګوند نوموړي مشر يادونه وکړه چي هغه شرايط بايد چمتو کړای شي چي افغانان د خپل امنيت ساتنه پخپله وکولای شي . هغه زياته کړه، د افغانستان د ستونزي حل د سياسي هڅو له لاري ممکن دی ، نه د سرتيرو په زياتولو سره :

« زه د دې مخالف يم چي اوس د سرتيرو د زياتولو پر سر خبري وکړو، مګر دا چي په ايتلاف کي مو د سياسي هدفو پر سر توافق کړي وي . خبره پر سياسي هدفونو باندي ده، څرنګه کولای شو چي په افغانستان کي د حکومتوالي وضعيت سم کړو . د افغانستان د اقتصادي او ټولنيزو بيارغاوني لپاره څه کولای شو، دغو پوښتنو ته د ځواب لپاره بيا کولای شو چي د وسايلو او امکاناتو په لټه کي شو. په دي اړه زما په نظر، کار وسي چي څرنګه کيدای شي د افغانستان امنيتي جوړښتونه پر خپلو پښو ودريږي . په دې مقصد مونږ آلمانان چمتو يو چي په افغانستان کي د پوليسو د روزلو لپاره خپلي هڅي پراخي کړو. »

د آلمان د بهرنيو چارو وزير دا هم وويل چي هغه هيڅکله په لندن کي د جنوری پر 28 د افغانستان د کنفرانس د تحريم کولو ګواښ نه دی کړی . خو هغه دا خبره يووار بيا تکرار کړه، چي دغه نړيواله غونډه بايد په افغانستان کي د پوځي پياوړتيا تر سيوري لاندي را نسي ، بلکه ملکي اړخ بايد ړومبيتوب ولري .

دغسي يوه غوښتنه د افغانستان د بهرنيو چارو د سر پرست وزير رنګين دادفر سپنا له خوا هم شوې ده . سپنا د آلمان يوې ورځپاني ، فرانکفورتر روند شاو ته وويل، افغانان ډير انتظار لري چي د لندن په کنفرانس کي د هغوی د هيواد پر بيرغاوني باندي ټينګار وسي . سپنتا وويل چي د افغانستان ملي اردو او ملي پوليسو پياوړتيا کولای شي چي په افغانستان کي په امنيتي برخو کي د نړيوالي ټولني د مسووليت پيټی سپک کړي .

سپنا چي د جمهور رييس حامد کرزي له خوا د کابيني په لومړي لست کي ولسي جرګي ته نه ؤ نومول شوی او ويل شوي دي چي د لندن تر کنفرانسه به پر خپله دنده پاته شي، نيوکه وکړه چي په افغانستان نړيواله ټولنه ډيري زياتي پيسي په خپلو پوځي عملياتو کي لګوي . ده وويل : د متحده ايالاتو پر 30 زرو نورو اضافي سرتيرو باندي په کال کي 30 مليارد ډالر مصرف راځي . د سپنتا د خپلي وينا له مخي « د هر امريکايي عسکر د لګښت په پيسو مونږ کولاي شو 60 افغان عسکر وروزو».

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير پر نړيوالي ټولني باندي، افغانستان ته د مرستو د ويش په وجه، هم انتقادونه وکړل . سپنتا آلماني ورځپاڼي، فرانکفورتر روند شاو ته وويل : « د جمهور رييس کرزي حکومت ته د نړيوالو پيسو څخه يواځي په سلو کي شلمه برخه ورکوله کيږي، په سلو کي 80 يي د مرسته کونکو هيوادونو له خوا په خپله کنتروليږي . سپنتا وويل : خو بياهم د افغانستان په بيارغاوني کي د نيمګړتياو ټوله ملامتيا پر افغان حکومت اچول کيږي .

په عين وخت کي د ملګرو ملتو عمومي منشي خبرداری ورکړ ،که چيري نړيواله ټولنه په افغانستان کي دخپلو ملکي او پرمختيايي مرستو په هکله سمي لاري چاري ونه لټوي او په هغو کي همغږي رامنځ ته نه کړي، د افغانستان د امنيتي او سياسي وضعيت د «ناخوال کيدو مخ نيوي ممکن نه دی » . په هغه يوه رپوټ کي چي بان کي مون د ملګرو ملتو د امنيت شورا ته وړاندي کړ، د هغه سازمان تر مشري لاندي د افغانستان د ملت جوړوني د پروسي لپاره د نوو مرستو غوښتنه وکړه .

بان همدا راز وويل چي په افغانستان کي د ملګرو ملتو استازی، کاي آيدي چي نور نه غواړي خپل ماموريت ته دوام ورکړي، له دي سره موافق دی چي په پوځي اړخ کي يو ملکي لوړ پوړی مقام وټاکل شي . د ملګرو ملتو عمومي منشي وويل، دغسي يو ملکي مقام کولای شي چي د آيساف د ځواکونو په چوکاټ کي د افغانستان د سياسي او پرمختيايي مرستو په همغږيو کي مرسته وکړي .

ZDF/ باري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري