1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي یوه بله الوتکه را لويدلې

۱۳۹۰ مرداد ۱۷, دوشنبه

دغه چينوک ډوله څرخي الوتکه تيره شپه د پکتيا په ولايت کي را لويدلې. خو ايساف ځواکونه وايي چي هغه رالويدلې نه، بلکي بيړنۍ ناسته يې کړې ده.

https://p.dw.com/p/12Cjf
«الوتکه بيړنۍ ناسيتي ته مجبوره سوې»
«الوتکه بيړنۍ ناسيتي ته مجبوره سوې»انځور: AP

په افغانستان کي ايتلافي ځواکونو ويلي چي د هغه هيواد په ختيځ کي يوه بله چينوک ډوله الوتکه تيره شپه ناوخته را لويدلې ده. ايساف وايي چي الوتکي بيړنۍ ناسته کړې.

په افغانستان کي د ايساف ځواکونه وايي چي الوتکه د طالبانو لخوا نه ده ويشتل سوې، بلکي بيړنۍ ناسته يې کړې او هيڅ چا ته پکښي زيان نه دی رسېدلی.

دغه چينوک ډوله څرخي الوتکه تيره شپه د پاکستان پولي ته نژدې د پکتيا په ولايت کي را لوېدلې ده.

دا په داسي حال کي ده چي دوې ورځي وړاندي په وردگو ولايت کي يوه چينوک ډوله الوتکه د طالبانو لخوا د اوږې په راکټ سره را غورځول سوه او ۳۸ تنه بهرني او افغان ځواکونه پکښي ووژل سول.

په افغانستان کي په وروستيو کلونو کي ډيری بهرني عسکر د څرخي الوتکو په راغورځولو کي وژل سوې دي. که څه هم چي ويل کيږي چي ددغو الوتکو ډير د تخنيکي ستونزو له کبله را لوېدلې. خو ډيری يې ويشتل سوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي، سپیني ماڼي ویلي چې په افغانستان کي د څرخي الوتکي په پیښه کي د ۳۸ تنو تر وژل کیدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له خپل افغان سیال حامد کرزي سره خبري کړي او په افغانستان کي پر خپلو ژمنو يو واربيا ټینګار کړي.

سپني ماڼۍ په خپله یو خبر پاڼه کي ویلي:« افغان ولسمشر حامد کرزي خپل سیال بارک اوباما ته تلیفون کړی او ددغي تراژیدۍ پر سر يې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې.»

امریکایی رسنیو داسي خبرونه خپاره کړي ول، چي په دغه پیښه کي د امریکا د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د ډلګي هغه کسان هم شامل دي، چي د اسامه بن لادن د وژني په عملیاتو کي يې برخه اخیستې ول.

خو د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کي اداري سرچینو د دي خبري پخلی کړی، چي پدغه پیښه کي د سمندري ځواکونو د ډلګې کوم تن ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم