1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ۲ ميليونه ماشومان درانه کارونه کوي

۱۳۹۰ خرداد ۲۲, یکشنبه

د جون ۱۲مه د کارګرو ماشومانو له نړيوالي ورځي سره برابره ده او دا ورځ په ټوله نړۍ کي په دي موخه لمانځل کيږي چي د هغو ماشومانو ستونزي وڅيړل سي چي د خوشحاله وړوکتوب، پوهني او روغتيايي خدمتونو پر ځای په سختو کارونو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/11Z3P
کارگر ماشومان
کارگر ماشومانانځور: AP

د کار او ټولنيزو چارو وزارت چارواکي وايي چي دا مهال په ټول افغانستان کي ۱.۹ ميليونه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي چي له دي ډلي ۳۷ زره ماشومان يوازي د کابل ښار په کوڅو او واټونو کي د زده کړي پر ځاي کار کوي.

د کارګرانو د نړيوالي ادارې د يوه اټکل له مخه په نړۍ که څه د پاسه ۲۰۰ ميليونه ماشومان په کار بوخت دي چي له دې ډلي ۱۰۰ ميليونه يي داسي کارونه مخته وړي چي د هغوی روغتيا زيانمولای سي.

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت هم پر سختو کارونو د اخته ۱.۹ ميليونه ماشومانو له ژوند څخه انديښمن دی. ددغه وزارت چارواکي وايي چي په هيواد کي له شاوخوا ۱۶ ميليونه ماشومانو څخه يوازي ۷.۵ ميليونه ماشومانو له پاره د زده کړو زمينه برابره ده او پاته نور يې د بيلابيلو لاملونو پر بنسټ کارونو ته اړ دي.

د دغه وزارت وياند ډاکټر فريد رايد له دويچه ويله المان ږغ راډيو سره په خبرو کي وويل چي وزارت يې اوس د ماشومانو د ژوند ښه کيدو په موخه يو سکرتريت جوړي کړی.

دغه راز، په کابل کي د اروپايي ټولني دفتر د کارګروماشومانو د نړيوالي ورځي په مناسبت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کي ژمنه کړې چي د ۲۰۱۳ زيږديز کال ترپايه به۱۶ ميليونه يورو په همدي برخه کي ولګوي.

اروپايي ټولنه وايي چي تردي دمه يي له مرستو څخه نيږدي ۵۰ زره ماشومانو ګټه اخيستي چي په دوی کي ۴ زره هغه ماشومان هم شته چي تردي وړاندي په کارونو بوخت ول. خو اوس ښووني او روزني ته لاس رسی لري.

خو د پوهني وزارت تخنيکي او مسلکي معين اصف ننګ دويچه ويله المان ږغ راډيو ته وويل، دوی په دې برخه ځيني هڅونکي پروګرامونه په يو شمير لري پرتو سيمو کي پيل کړيدي.

سره له دي چي د افغانستان اساسي قانون ماشومان له سختو کارونو څخه منع کړي خو په دغه هيواد کي ۳ لسيزو جګړو کورنۍ دي ته اړي کړي چي په خپلو ماشومانو درانه کارونه وکړي.

بيوزلي، ټولنيزي ستونزي، جنګ جګړې او ښووني روزني ته نه لاس رسی په نړۍ کي د کارګرو ماشومانو د زياتوالي مهم لاملونه ګڼل کيږي.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل