1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« په افغانستان کي ۶۷ امريکايي بې پيلوټه الوتکي لوېدلي دي»

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۳ تیر ۱, یکشنبه

د « واشنګټن پوست» ورځپاڼي تر يو کال څخه زيات وخت د امريکا د متحده ايالتونو د پوځ په لسګونو زرو د حادثو راپورونه پلټلي او وايي چي په تيرو ۱۳ کلنو کي په سلګونو بې پيلوټه الوتکي رالوېدلي دي.

https://p.dw.com/p/1CNoy
انځور: picture-alliance/AP

بې پيلوټه الوتکي د امريکايي پوځ د مؤثره ترينو وسلو څخه شمېرل کيږي. د دغي وسلې استعمال د امريکايي جنګي تاکتيک يوه مهمه برخه ګرځېدلې او د نړۍ په بيلو سيمو کي ورڅخه کار اخيستل کيږي.

خو د لومړي ځل لپاره اوس څرګنده سوې ده چي زياتي دغه الوتکي د تخنيکي او نورو ستونزو سره مخامخ کيږي. پدې ترڅ کي د «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼي يو راپور خپور کړی دی چي له مخي يې د ۲۰۰۱ مېلادي کال راهيسي د امريکايي پوځ تر ۴۰۰ څخه زياتي لوی بې پيلوټه الوتکي رالوېدلي دي.

د راپور له مخي په ۱۳ کالو کي په ټوليزه توګه ۴۱۸ لوی حادثې رامنځ ته سوي چي پکښي انسانان نه دي وژل سوي. خو د داسو حادثو په هکله هم يادونه سوې ده چي نژدې وه چي انسانانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وای. په دې ترڅ کي د پينسلوېنيا ايالت و يوه ښوونځي ته نژدې د بې پيلوټه الوتکي د لوېدلو خبره سوې ده.

د «واشنګټن پوسټ» د راپور له مخي د امریکا تر ټولو زياتي الوتکي په افغانستان کي لوېدلي دي چي شمېر يې ۶۷ ته رسيږي. زياته سوې چي په امريکا کي ۴۷ او په عراق کي ۴۱ امريکايي بې پيلوټه پوځي الوتکي رالوېدلي دي. په پاکستان کي هم د يو شمېر بې پيلوټه الوتکو د لوېدلو خبره سوې ده.

ايا بې پيلوټه الوتکي خوندي دي؟

«واشنګټن پوست» د بې پيلوټه الوتکو د حادثو د وجوهاتو په هکله ليکلي چي زياتره يې تخنيکي ستونزي او نيمګړتياوي دي. د امريکا متحده ايالات د څو کالو راهيسي په « تره ګرۍ ضد جګړه» کي د بې پيلوټه الوتکو څخه کار اخلي. دغه هيواد وايي چي بې پيلوټه الوتکي بې خطره او مسؤنه دي او کولای سي چي حتی پر ملکي سيمو بېله ستونزي او ګواښه پروازونه وکړي.

يادي امريکايي ورځپاڼي په ټولنيزه توګه د بې پيلوټه الوتکو پر ستونزو د ولاړو راپورونو تقريبا پنځوس زره پاڼي لوستي دي او بیا يې خپل راپور ورباندي خپور کړی دی. راپورونه يوازي د لويو بې پيلوټه الوتکو په هکله لوستل سوي چي پکښي پريډېټر، ګلوبل هاوک، ريپر، هنټر او ګرې ايګل ډولونه شامل دي. په ټوليزه توګه د امريکا پوځ په زرګونو بې پيلوټه الوتکي لري.

د «واشنګټن پوست» دغه راپور په دې تناظر کي خپور سوی، چي په متحده ايالتونو کي پر دې غور کيږي چي بې پيلوټه الوتکي د ملکي او تجارتي کار اخيستنې لپاره هم آزادي کړل سي.