1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کښي جنګونو ډير زور اخيستی دی

۱۳۸۸ خرداد ۸, جمعه

د افغانستان په جنوب د زابل په ولايت کښي د امريکا د متحده ايالاتو پرهبرۍ پوځونو او افغاني عسکرو لخوا نن لږ ترلږه 35 تنه طالب جنګياليان وژل سوي دي ...

https://p.dw.com/p/Hzyo
انځور: AP

لکه څنګه چه امريکايي پوځ خبر ورکۍ،دغه پيښه تر هغه وروسته رامنځته سوه ،کله چه ياغيانو نن تر غرمې دمخه ددوی پر ګزمه حمله وکړل . عسکرو هم پر دوی متقابله حمله وکړه،او ياغيان يې تيښتي ته مجبوره کړل . ويل کيږي چه دامريکايي اوافغاني عسکرو په خوا کښي څوک ندي وژل سوي .

پرون هم ددوی لخوا د زابل په همسايه ولايت پکتيکا کښي دطالبانو سره د متحدي ډلي د حقاني د شبکې څخه 29 تنه ياغيان وژل سوی وه .

dpa/AFP

کتونکی : محمد قاسم نوري