1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کښي دخارجي قواوو د پاته کيدو ضرورت

۱۳۸۸ مهر ۱۰, جمعه

ترهغوپوري چي په افغانستان کي د جنګ سالارانوحکومت ختم نوي ، اومافيايي نظام له منځه نوي تللی ، اودلته رښتيانی ديموکراتيک نظام منځته نوي راغلی، جنګ به هم ادامه لري

https://p.dw.com/p/Jwfx
انځور: picture-alliance/ dpa

دافغانستان دولسي جرګي له غړي اوحقوق پوه، ښاغلي کبير رنجبرسره په هغه هيواد کي دبهرنيو قواوودموجوديت په هکله دده دخپل اودخلکودنظر، اوپدې هکله که دغه قواوي ووزي ښه به وي اوکنه، يوه مرکه .

ډويچه ويله : رنجبر صاحب په افغانستان کي دخارجي عسکرو دعملياتوپه ترڅ کي ډيرملکي وګړي هم وژل کيږي،اوالبته دا اوهم په افغانستان کي دبهرنيو عسکرو وژل کيدل ددې سبب شويدي چي په لويديزکي هم خلک ددغو عسکرو له ګمارل کيدو سره مخالفت پيداکړي، تاسي څه فکر کوي چي دافغانانو نظر به په افغانستان کي دخارجي عسکرو دپاته کيدو اويا نه پاته کيدو په برخه کي څنګه وي؟

رنجبر : دا اصلا يوه پرنسيپي موضوع ده، يوه احساساتي موضوع . فعلاپه افغانستان کي دبهرنيو پوځونو موجوديت هغه شکننده وضعه چي اوس په سياسي بهير، اوپه سياسي ډګر کي موجوده ده، هغه يې ساتلي ده . توازن يې ساتلی دی . زمامنظور جنګ له طالبانوسره ندی ، نه جنګ دحکمتيار صاحب له ګروپ سره دی، اونه له القاعدي سره . منظورمي دادی چي په نظام کي کاملاًمتضاداوکاملاًدښمن قوتونه ديوې معاملې پر اساس سره راټول شويدي .که خارجي قوتونه له افغانستان څخه ووزي نوددې کلونو په ارمان کي به واوسو. او فکر به کوو چي هغه ډير ښه کلونه وه .ځکه چي هغه وخت به دغه ټوپک سالار اوجګړه مارهريو وغواړي چي دزوراو دقوت له لاري په قدرت کي ډيره برخه ولري . مونږ درياست جمهورۍ دانتخاباتوپه وخت کي وليدل چي، هرڅوک خپلي مټي ،خپل لستوڼي جګوي، اوخپل عضلات اومټي ښيي چي زه څومره قوت لرمه . نودهمدې لپاره دماپه نظر په اوسني حالت کي په افغانستان کي دبهرنيو ځواکونوموجوديت يو ضرورت دی . اوس به راسو دې ته چي ددوی موجوديت بايد ترڅوپوري دوام ولري، اومونږ به څنګه داسي يو حالت راولوچي هم داروپايي ټولني خلک راضي وي، اوهم دافغانستان خلک ددوی له ځينو اشتباه ګانونه څخه ونه ځوريږي .هغه دما په آند ارتباط نيسي له يوه ښه حکومت اوښې حکومت دارۍسره . پرته له هغه ترهغوپوري چي په افغانستان کي د جنګ سالارانوحکومت ختم نوي،اومافيايي نظام له منځه نوي تللي ، اودلته رښتياني ديموکراتيک نظام منځته نوي راغلی، اوواقعي وطنپال قوتونه قدرت ته نوي رسيدلي ،دلته په افغانستان کي به جنګ ادامه لري، او د خارجي قوتونوډيروالی به هم هيڅ ګټه ونلري . دافغانستان خلک خو بۍ دغه هم په حاشيه کي اوګوښه دي . هغوی اصلاً مطرح ندي څوک يي په فکر کي هم ندي .

ډويچه ويله : رنجبر صاحب کولای شي ماته ووايي چي دغه داخلي قوتونه کوم دي ؟

رنجبر : داهغه قوتونه دي چي په 30 کاله جګړې کي سهيم وه . دوی په جګړه کي ستره ونډه لرله ،يو وختي دجهاد تربيرغ لاندي، بعد له هغه دطالبانو په وړاندي دمقاومت ترعنوان لاندي،اوتر هغه وروسته دډاکتر نجيب الله دحکومت ترپرزيدلووروسته په خپل منځ کي په داخلي جګړوکي يې ګډون درلود.اوس ددوی ادارې چي طالبانو په 1996کال کي ختمي کړي وې، بيرته احيا شويدي . دبن له کنفرانسه راهيسي تراوسه دغه ادارات په افغانستان کي حاکم دي .اودادجګړې اصلي علت دی .کنه هغه قوتونه چي ملي ګټي ورته مطرح دي، هغه متخصصين دي، هغه په کار پوهيږي، هغه له خپل وطن سره علاقمن دي ، نه له خپلو شخصي او تنظيمي کټوسره . که دغه خلک په افغانستان کي يو ملي او ډيموکراتيک نظام جوړ نکړي چي خلک پکښي مطرح شي، اوس خو اصلا مطرح ندي ، ترهغو پوري به داجنګ څه چي خارجي قوتونه ډيريږي که کميږي ادامه و لري .زما په اند ما څلورپنځه کاله دمخه دا اټکل کړي ؤ چي که يو مليون عسکر دناټو افغانستان ته راسي اوپه نظام کي بدلون رانسي، اودخلکو ملاتړ جلب نسي،جګړه پايته نرسيږي. دخلکوملاتړ په داسي نظام کي چي ظالم دی او عدالت نه تامينيږي، اوقانون حاکم ندی، پداسي حالت کي دخلکو دپلوۍ لاسته راوړنه غيرممکنه ده اوکوم وخت چي له يوونظام سره دخلکو همکاري اوملاتړ نوي، نوسړی له وړاندي نه بايد ووايي چي په داسي نظام باندي دشکست اونابودۍ مهر وهل شويدي، اوبل هيڅ ډول تداوي اونسخه اولار نلري چي هغه ته مونږ نجات ورکړو.

ډويچه ويله : رنجبر صاحب ددې لپاره تاسي کومه لاره ښودلی شۍ چي څنګه کيدای شي ، دغه ورانکار قوتونه له منځه لاړشي ؟

رنجبر : داخو زمونږخپله ډيره لويه اشتباه وکړه . منظورمي له نړيوالي ټولني څخه دی، هماغه دوی، دوی ته بيرته قوت ورکړ . طالبانو له دوی څخه سلاح اخيستې وه . دوی يې کاملأ له منځه وړي وه .خودنړيوالي ټولني لخوا ددوی بيرته ملاتړ وشو. دبوش ادارې ددوی سره ډير کمک وکړ.او په افغانستان کي يې دقدرت دمراکزو تعددمنځ ته راووړ. اوس په افغانستان کي يو مرکزي حکومت ندی، بلکه ډير حکومتونه دي چي همداهم اداري ضعف منځته راوړيدی . نو په افغانستان کي بايد يو قوي اونيرومنده مرکزي حکومت دنړيوالي ټولني په ملاتړ منځته راسي، قانون حاکم شي، دقدرت دمراکزو تعددله منځه لاړشي، چي هلته عطا او هربل والي ځانته بيرغ جګ نکړي،اوس هره ولسوالي دقدرت مرکزدي . اوڅوک په هغوي باندي کارنشي لرلي . عدالت چي تامين شو خلک دنظام ملاتړکوي، خلکو چي ملاتړ وکړ، اصلاً دډيرو قوتونودموجوديت لپاره ضرورت له منځه ځي ،اوطالبان دخلکو په منځ کي دپښې ځای نه پيداکوي . اوس خو دوی دخلکو ملاتړ له ځان سره لري چي ددوی عمليات دافغانستان په جنوب اوحتی په شمالي ولايتوکي داسي پراخ شويدي .

ډويچه ويله :رنجبر صاحب ځني کسان په افغانستان کي دلويي جرګي پيشنهادکوي، او وايي چي ټوله دغه پروسه دي له سره شروع شي . بيا دي لويه جرګه جوړه شي، بيا دي موقتي حکومت راسي، او بيادي انتخابات وشي، تاسي پدې هکله څه فکرکوۍ ؟

رنجبر: داخودما په اند ډيره خطرناکه نسخه، اوخطرناکه طرحه ده . ځکه چي مونږ په ډيره خوارۍ پدې 7 کالو کي يو نظام جوړ کړ، يو اساسي قانون مو تصويب کړ، اوداساسي قانون په چوکاټ کي مو يوه اداره جوړه کړه . داچي محتوايې لکه هسي چي زه پرې وغږيدم خرابه ده، محتوا ته يې بايد تغييرورکړو. اوهروخت تغييرورکولای شو.که نړيواله تولنه زمونږ سره مرسته وکړي په نظام کي اصلاحات راتلای شي .خوکه مونږه پرټولو چليپا کښيږدو اوله سره يې شروع کړو،دابه ستونزي جوړي کړي . پخپله دلويي جرګې په هکله په اساسي قانون کي راغلي دي چي هغه متشکله ده دولسي جرګي له غړو، دمشرانودجرګي له غړو،اودولسواليو دشوراګانو له رييسانو اودولايتي شوراګانو له رييسانوڅخه . خودولسواليو شورا ګاني لا جوړي شوي ندي، دانسي کيدای . داچي داطرحي دوی کوي منظور يې عنعنوي لويه جرګه ده .عنعنوي لويه جرګه مونږ داساسي قانون له چوکاټه کاږي . دلته ماته پوښتنه پيدا کيږي چي دغه عنعنوي لويه جرګه به خپل مشروعيت له کوم ځايه اخلي، څوک به داقانوني صلاحيت ولري چي دهغه دغړيو فهرست جوړ کړي . بيابه همدا ټوپک مار راټوليږي، بيابه دغه قصابان چي دافغانستان اودکابل دخلکو په وينو يي لاسونه ترمټو ککړدي ،دوی به راځي په لويه جرګه کي به کښيني، اودافغانستان دخلکو سرنوشت به ټاکي . هلته خودافغانستان دخلکو واقعي نماينده ګانوته لارنه ورکوي لکه تراوسه چي په حاشيې کي دي، په آينده کي به هم په حاشيې کي وي .

يوه آخري پوښتنه : داسي ويل کيږي چي دامريکا دمتحده ايالتونو جمهوررييس بارک اوباما غواړي چي دافغانستان په هکله په خپله تګلاره کي بيا بدلون راولي، داسي چي خپل فعاليتونه زيادتره دافغانستان اودپاکستان دګډو پولو پر ساحه باندي متمرکزکړي . يعني دبي پيلوته الوتکو په واسطه جګړې باندي ، که رښتيا داسي وشي، دابه له ترور سره مبارزي ته کومه ګټه ولري ؟

رنجبر : يقينا پدې کي هيڅ شک نسته چي که دتروريزم اډو اوسرچينوته پام وشي، اوهلته ضربي واردي شي .اودپاکستان دحکومت واقعي ملاتړ ترلاسه شي، مطلب مي له واقعي ملاتړ څخه ټول دولت دی . اوس حکومت ددغه بهير څخه ملاتړ کوي ،خو« آي اس آي» يي نکوي . هلته دوه ګونی سياست دی، په هغه صورت کي وضعه ډير تغيير خوري،خوپه افغانستان کي جنګ نه ختميږي دغه کسان چي دافغانستان دحکومت په مقابل کي جنګيږي، دوه په سلوکي يې طالبان دي نهايت پنځه په سلوکي . دااولس دی چي راجګ شويدي، اوطالبان دهغوڅخه ګټه اخلي . دوی غواړي چي په ټولو دغومناطقو کي ديوه ظالم حکومت په وړاندي مقاومت وکړي .په همدې خاطر سرحدي مناطقوته داوباما پاملرنه دتروريزم اوالقاعده په مقابل کي يو واقعبينانه سياست دی، مګر دافغانستان دجنګ دختميدلو لپاره، نور لاملونه دي چي هغه هم بايد له منځه ولاړشي اوعدالت تامين شي . پداسي يووحالت کي جنګ خپله ختميږي . اوحتی ضرورت دمذاکراتو هم نسته چي له چاسره سړی مذاکرې وکړي.

ډيره مننه رنجبرصاحب دتاسي له مرکې نه!

خواهش کومه!

مرکه کونکې : رحيله اميري

کتونکي : محمد قاسم نوري