1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کی احتجاجونو خونړی پیښی رامنځ ته کړی

۱۳۹۰ فروردین ۱۳, شنبه

په امریکا متحده ایالاتو کی د یو مسیحی کشیش له خوا د مسلمانان آسمانی کتاب ته دوه اونی مخکی د اور اچولو عمل د افغانستان په دننه کی خونړی احتجاجونه را وپارول.

https://p.dw.com/p/REqx
د افغانستان په احتجاجونو کي د ټېري جونز گوډاگي وسوځول سولانځور: AP

د ډو ورلډ آوټريچ نومي کليسا مسيحي پادري ټېري جونز د افغانستان په مزار شريف کي د ملگرو ملتونو پر دفتر بريد سخت غندلی دی. نوموړي په خپله يوه اعلاميه کي چی د فرانس پرس د خبری آژانس تری رپوټ ورکړی، ويلي دي چي: « د اسلام د دين سره د حساب او کتاب کولو وخت رارسېدلی دی.»

د نوموړی تر نظارت لاندی د مارچ په 21 د متحده ایالاتو د فلوریدا په ایالت کی Wayne Sapp مسیحی ملا د مسلمانانو دینی کتاب قرآن کریم ته اور واچاوه.

د مزار شريف وروسته د شنبې په ورځ په کندهار کي هم د احتجاجونو پر وخت تاوتريخوالي تر شپېتو څخه زياتو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده. د کندهار د يوه ځايي خبريال ايوب پوپل په وينا د کندهار احتجاج د شنبې په سهار په سوليزه توگه پېل سو، خو وروسته پکښي تاوتريخوالی رامنځ ته سو:

« احتجاج د سهار په نهو بجو او پنځلسو دقيقو پېل سو. پوليسو هم دغه لاريون بدرگه کوی چي وروسته احتجاج کوونکو په ډبرو غورځولو او تاوتريخوالي لاس پوري کړی. پدې ترځ کي د پوليسو او احتجاج کوونکو تر منځ تاوتريخوالی رامنځ ته سو چي دواړو اړخونو يو پر بل گذارونه وکړه. د ولايتي چارواکو په وينا د کندهار په تاوتريخوالي کي لږ تر لږه اته کسان وژل سوي او گڼ شمېر نور ټپيان سوي دي. خو د کندهار د مرويس روغتون ډاکټران بيا وايي چي د وژل سوؤ او ژوبل سوؤ کسانو شمېر لا زيات دی.»

کندهار د افغانستان دويم ښار دی چي پکښي په متحده ايالتونو کي د اسلام د سپېڅلي ديني کتاب قرآن شريف د سوځولو پر ضد لاريونونه رامنځ ته کيږي. د جمعې په ورځ د مزار شريف په احتجاجونو کي د د ملګرو ملتو د دفتر 7 بهرني کارکوونکي او پنځه افغانان وژل سوي ول. د ملگرو ملتونو د سرمنشي بان کي مون تر څنگ د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر باراک اوباما او د المان د بهرنيو چارو وزير گيډو ويسټروېله د مزاري شريفي د پيښي عاملين سخت غندلي ول.

د مزار شريف د پيښي په هکله ټېري جونز په خپل غبرگون کي ويلي دي چي دغه پېښه ښيي چي د نوموړي په وينا اسلام د سولي دين ندی. ټېري جونز پر ملگرو ملتونو او پر متحده ايالتونو ږغ کړی دی چي د مزار شريف د پيښي عاملين ونيسي.

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د مزار شريف د پيښي په هکله خپله خواښيني څرگنده کړې او غندلی ده. د ملگرو ملتونو د امنيت شورا بيا د افغانستان پر حکومت ږغ کړی دی چي د پيښي عاملين ونيسي او سخته سزا ورته ورکړي.

پداسي حال کي چي د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي د کندهار د تاوتريخوالي ډکو پړه پر طالبانو اچولې ده، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد و رسنيو ته ويلي دي چي د مزاري شريفي د پيښو تر شا د طالبانو هيڅ لاس نه ؤ. د ځايي تلويزيون ژورنالست ايوب پوپل د المان ږغ راډيو ته وويل چي په کندهار کي احتجاجونو وروسته اوس ورځنی ژوند پر ټپه درېدلی دی:

« د کندهار په ښار کي د لاسي تليفونونو په کارونه کي اخلال رامنځ ته سوی دی او خلکو خپلو کورونو ته مخه کړېده. تجارانو خپل دکانونه تړلي دي او د ښار په واټونو کي پوليسو امنيتي گامونه پورته کړيدي. امنيتي چارواکي وايي چي امنيتي وضعه د دوی تر کنټرول لاندي ده.»

ټيري جونز چي د مسلمانانو د مقدس کتاب په سوځولو سره يې د افغانستان احتجاجونه ولمسول وايي چي دی ځان د وروستي تاوتريخوالي مسؤل نه بولي. ټېري جونز و فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي گرچه دوی په آينده کي يو ځل بيا د قرآن پاک د سوځلو اراده نه لري خو نوموړي دا هم ويلي دي چي د او د ده ډلې هيڅ داسي کار ندی کړی چي له امله يې دی پښېمانه وي.

د يوې پوښتنې په ځواب کي ټېري جونز ويلي دي چي هو دی د نورو خلکو په شان د مرگ او د ته ورپېښ گواښ څخه بيريږي. ده زیاته کړې چي دی اولادونه لري او نه غواړي چي دغه واقعه د ژوند تر آخره پوري د ده اولادونه مصروفه وساتي.

احمدولي اڅکزی / آژانسونه

ونکی: عبدالباري حکيم

کت