1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کی دامريکا دايمی پوځی اډې

حسن بری۱۳۸۴ فروردین ۱۱, پنجشنبه

دافغانستان اودامريکادمتحده ايالتونودحکومتونودلوړپوړه چارواکودويناؤله مخې، په افغانستان کی د طالبانودحکومت له نسکوريدووروسته، دطالبانواوالقاعده دجنگياليولويه برخه له مينځه تللې اوپه اصطلاح دهغوۍ وروستۍ جرړی هم دله مينځه تللوپه حال کی دی.

https://p.dw.com/p/DMsO
انځور: AP

په افغانستان کی نوردالقاعده جنگی کمپونه نشته، ملاعمراواسامه بن لادن نوردفعاليت امکان نلری اوځانونه له امريکايی سرتيروڅخه، کله دلته کله هلته پټوی اوتل دتيښتی په حال کی دی. په بله ژبه: افغانستان دتروريستانوله وجودنه پاک دی اوافغانان په يوه خپلواک، آزاداوډيموکراتيک هيوادکی سوله ايزژوندکوی.

که چيرته داشی رښتياوی، نوبياولی دامريکامتحده ايالتونه، په افغانستان کی ددايمی پوځی اډو په جوړولو باندی غورکوی ؟