1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې برمته شوې آسترالیایې آزاده شوې

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۸, دوشنبه

یوه آسترالیایي مرستندویه کارکوونکي چې څلور میاشتې مخکي تښتول شوې وه آزاد شوې ده. د چارواکو په وینا برمته شوې بهرنۍ وگړې جلال آباد ته څیرمه د ځانگړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې آزاده کړل شوې ده.

https://p.dw.com/p/1JrSQ
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د آسترالیا د بهرنیو چارو وزیري جولي بیشاپ، په یوه بیانیه کې د هغې د آزادیدو خبره تائید کړې ده. د بیانیې له مخې کیري جېن وېلسن، چې په اپریل میاشت کې په جلال آباد کې له خپل خیریه مرستندویه دفتر څخه دوو وسله کسانو بیولې وه، بیرته آزاده شوې، روغه رمټه او په ښه حالت کې ده.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د آسترالیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې هکله له جزئیاتو ورکولو څخه ډډه کړې، خو د افغانستان د ملي امنیت ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې وېلسن د یکشنبې په شپه د ځانگړو ځواکونو په عملیاتو کې آزاده کړی شوې ده.

د آسترالیا د بهرنیو چارو وزیري ویلي دي: «زه په ژوره توگه په افغانستان کې د چارواکو کار ستایم چې ملاتړ او مرستې یې د هغه [کیري جېن وېلسن] په آزادیدو کې سهولت رامنځ ته کړ.» بیشاف زیاته کړې ده چې د دغه تښتول شوي کس د آزادیدو د شرایطو په هکله به نور معلومات ور نه کړل شي.

رویترز آژانس په خپل دغه رپوټ کې لیکلي دي چې د پیسو له پاره د انسانانو تښتول له یوې مودې راهیسې په افغانستان کې یوه ستره ستونزې ده چې تر بهرنیانو زیات افغانان اغیزمنوي. د رپوټ له مخې په وروستیو کلونو کې دغه څه د تندلارو یاغیانو ډلو له پاره د یوه گټور عاید په سرچینه اوښتی.

دا اوس د بحث توده موضوع ده چې دغه آسترالیایي وگړې د پیسو په بدل کې آزاده شوې که نه. د آسترالیا د بهرنیو چارو وزیري په اپریل میاشت کې ویلي ول چې هیواد یې د پالیسۍ له مخې د تاوان پیسې نه ورکوي.

په همدې روانه میلادي میاشت کې یو امریکایي او یو آسترالیایي وگړی چې دواړه په کابل کې د افغان امریکایي پوهنتون استادان ول وتښتول شول او لا تر اوسه لادرکه دي.

په جون میاشتې کې هم په کابل کې دوه تنه هندي مرستندویه کارکوونکي وتښتول شول او هر یو یې د څو اوونیو تیرولو وروسته آزاد کړ شو.

په افغانستان کي برمته نيونه