1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې به داعش سرکوبه کړای شي»

حسین سیرت/ کابل۱۳۹۳ بهمن ۱۹, یکشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا د داعش په شمول، هره ډار اچونکي ډله نه شي کولای چې په افغانستان کې ځالې جوړې کړي او او د دې هیواد د امنیتي ځواکونو پر ضد فعالیت وکړي.

https://p.dw.com/p/1EXvG
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا امنیتي ځواکونه د داعش د له منځه وړلو له پاره جدي اراده لري. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په څو ولایتونو کې ځايي اوسیدونکو له تور بیرغ سره د نوو جنگیالیو د حضور ادعا کړې ده. د افغانستان د ولسي جرگې استازو هم څه موده وړاندې د داعش چې نوی نوم یې «اسلامي دولت» دی د جنگیالیو د حضور په هکله خبرداری ورکړ او پر دې یې ټینگار کاوه چې دغه افراطي ډله باید په افغانستان کې حضور و نه لري.

د سنا په مجلس کې یو شمیر سناتورانو هم ویلي دي چې له داعش سره تړاو درلودونکي کسان له خپلو کورنیو سره د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې ځای پر شوی دي او ځای خلک یې له خپلو کورونو څخه کډه کولو ته مجبوره کړي دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې د نوموړې ډلې حضور نه ردوي او نه یې تائیدوي او په عین وخت کې وایي چې د دغې ډلې پر وړاندې د مقابلې له پاره جدي اراده موجوده ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د فبرورۍ ۸مه) په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل: «د افغانستان خلک او او د دې هیواد دفاعي ځواکونه قوي اراده لري. هغه کسان چې د داعش یا د القاعدې او یا تر بل هر نوم او بیرغ لاندې چې په افغانستان کې فعالیت وکړي، سرکوبه به شي او له منځه به یوړل شي.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقيانځور: DW

د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا طالبان د نوم په تغیرولو سره هڅه کوي چې له رسینو استفاده وکړي او لا ډیر رعب او وحشت رامنځ ته کړي، خو په وینا یې دغه ډله نه شي کولای په عمل کې د افغانستان له پاره جدي گواښ وگرځي.

جدي گواښ

خو د پوځي چارو کارپوهان وایي چې داعش د افغانستان له پاره جدي گواښ دی او په وینا یې امنیتي نهادونه له دې ډلې څخه د کورنیو چارو وزارت باید په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د نوموړې تندلارې ډلې سره د مقابلې له پاره جدي چمتووالی ولري.

د پوځي چارو د کارپوهانو په آند د دغې ډلې فعالیتونه باید له پامه و نه غورځول شي. د پوځي چارو شننونکی جاوید کوهستاني وایي: «موږ هیله من یو چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د داعش د شبکې د پراخیدو د مخنیوي له پاره جدي امنیتي گامونه تر لاس لاندې ونیسي. دغه ډله یو جدي گواښ دی او له پامه باید و نه غورځول شي.»

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت وایي چې استخباراتي نهادونه په هغو سیمو کې چې د داعش له بیرغونو سره په کې د جنیگالیو د حضور رپوټ ورکړل شوی، عملیات پیلوي: «زموږ استخباراتي او کشفي نهادونه د دې مسئلې په هکله په شدت سره کار کوي، تر څو واضحه شي چې آیا له داعش سره د دغو ډلو تر منځ واقعا کوم ربط شته او که نه.»