1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې تر اوسه د جنګي جنايتکارانو لپاره کومه محکمه نه ده جوړه شوی! ولی؟

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۷, پنجشنبه

ټول ټاکنو خپلواک کميسيون د افغانستان د ولسمشرۍ د کانديديدو په لړۍ کې د ګډون لپاره د ګوماني جنګې جنايتکارانو د مخنيوي په خاطر کوم معيارونه ټاکلي يا په نظر کې نيولي دي؟

https://p.dw.com/p/HlZC
ستا راييه ستا برخه ليک ټاکي
ستا راييه ستا برخه ليک ټاکيانځور: AP

د افغانستان ولسمشرۍ ته د ټول ټاکنو لپاره يوازې څو مياشتې پاتې دي. او د کانديدانو د نوم ثبتولو لړۍ هم مخ په خلاصيدو ده. د افغانستان د ټول ټاکنو خپلواک کميسيون به په دې هکله پريکړه کوي چې کوم کسان د کانديديدو شرايط لري او د ولسمشرۍ ته کانديداي شي.

تير کال دا خبره په وار وار په افغانستان کې ياده شوې وه چې هغه کسان چې لاسونه يي په وينو ککړ وي يا په بله ژبه بشري حقونه يي تر پښو لاندې کړي وي، د هغوي کانديديدل به نه منل کيږي. په دې هکله د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون له وياند ښاغلي نور محمد نور سره یوه مرکه وشوه:

پوښتنه:

په افغانستان کې تر اوسه د جنګي جنايتکارانو لپاره کومه محکمه نه ده جوړه شوې او په قضايي ډول څوک په دې اړه مجرم نه دي ګڼل شوي، تيرکال هم په دې هکله خبرې کيدې چې ګوماني جنګي جنايتکاران يا هغه کسان چې لاسونه يي د خلکو په وينو لړلي دي، په انتخاباتو يا ټولټاکنو کې ورته د کانديديدو چانس ورنه کړل شي. د ټولټاکنو خپلواک کميسيون ددې لپاره چې د ګوماني جنګي جنايتکارانو د کانديديدو مخه ونيسي کوم معيارونه ټاکلي دي؟

ځواب:

د افغانستان د ټاکنو د قانون د 52 مادې په اساس د ټاکنو د شکايتونو يو کميسيون رامنځته شوي دي. دغه کميسيون پنځه تنه غړي لري. دري تنه يي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کاي آيدې لخوا معرفي شويدي چې بهرنيان دي، يو يي د افغانستان د سترې محکمې له لوري او يو بل يي هم د افغانستان د بشري حقونو د سازمان له لوري معرفي شويدي. دغه کميسيون په کار پيل کړيدي، او دنده يي داده چې ټولې قضيې وڅيړي او هر هغه څوک چې شکايت لري، او ياهم خپله کميسيون دا تفکيک کړي چې په رښتيا دوي ګرم کڼل شويدي، دغه کميسيون واک لري چې ددوي په هکله فيصله وکړي.

پوښتنه:

دلته يوازې د خلکو شکايتونو ته غوږ نيول کيږي چې خلک يي په تيرو کلونو کې له دوي نه لري، که بايد مشخص دلايل يا مشخص اسناد هم د دوي په هکله وړاندې شي؟

ځواب:

هرهغه تخطي چې تر سره شوي وي، ياهم د ټاکنو په هکله ترسره کيږي، دغه کميسيون ورته رسيدنه کوي. او بل دا چې د جنګي جنايتکارانو په هکله د افغانستان په قانون کې وضاحت شته، هر هغه څوک چې د محکمې له لوري په غوڅ حکم باندې تورن شوي او مجرم ګڼل شوي وي، هغه مجرم دي. دلته دغه محدوديت شته. خو په هر حال دغه کميسيون باصلاحيته دی، دوی کولاي شي چې ټول موارد او هغه ثبوتونه او اسناد چې خلک يي د کانديدانو په هکله لري، او يا هم هغه کانديدان چې د غير مسؤلو وسله والو ډلو سره تړاو لري، دغه کميسيون ددې واک لري چې ټولې قضيې وڅيړي او وروسته ورباندې خپله پريکړه صادره کړي. د دوي د څيړنو پايله هم لومړي له خلکو سره شريکيږي او دغه کميسيون به له بل کميسيون سره چې د داياد په نامه ياديږي او په افغانستان کې فعاليت کوي، او هغوته غير مسؤل وسله وال معلوم دي، له هغوي سره هم تماس نيسي، تر څو دغه کسان چې شرايط يي نيمګړي دي، ټاکنو ته لاره پيدا نه کړي.

سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی: عبدالباري حکيم