په افغانستان کې د آیساف ماموریت د یوه بل کال له پاره هم وغځول شو
۱۳۹۱ مهر ۱۹, چهارشنبهاعلان
د ملگرو ملتونو د امنیت شوری په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د آیساف د ماموریت دوره د یوه بل کال له پاره وغځوله. د دغې پریکړې پر اساس ۱۰۸ زره بهرني سرتیري چې په کې ۴۵۰۰ المانان هم دي د ۲۰۱۳ م کال د اکتوبر د میاشتې تر ۱۳ نیټې پورې به په افغانستان کې د پاتې کیدو اجازه ولري.
په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه پورې به د ټول افغانستان په کچه امنیتي مسئولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي. په عین وخت کې په بروکسل کې د ناټو د ۲۸ هیوادونو د دفاع وزیران په افغانستان کې د یوه نوي پوځي ماموریت په اړه هم سلا مشوري کوي چې د آیساف تشه ډکه کړای شي.