1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د احتمالي جنگي جنایاتو څیړولو پریکړه ځنډیدلې

۱۳۹۶ تیر ۱۵, پنجشنبه

د جزا نړیوالې محکمې څارنوالې ویلي دي چې په دې هکله پریکړه چې په افغانستان کې له ۲۰۰۳م کال راهیسې د احتمالي جنگي جناياتو په هکله رسمي پلټنې پیل شي ځنډیدلې ده. په دې کې د امریکايي پرسونل احتمالې تیروتنې هم راځي.

https://p.dw.com/p/2g1Mw
Niederlande Den Haag Gerichtsvollzieherin Fatou Bensouda beim Fall Jean-Pierre Bemba
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Lampen

څارنوالې فاتو بینسودا، د تیر میلادي کال په نومبر میاشت کې ویلي ول چې په افغانستان کې د احتمالي جنگي جنايتونو په هکله پلټنې  «قریب الوقوع» دي. خو اوس دغي محکمې رويترز خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې هکله پریکړه وروسته له هغې وځنډوله شوه چې څارنوالانو له کابله له «مهم» معلومات تر لاسه کړل.

د بینسواد دفتر رويترز ته په یوه لېږلي لیک کې ویلي دي چې د افغانستان د حکومت له لوري یې ډیر نوي معلومات تر لاسه کړي دي چې کیدای شي پر دغه تصمیم اغیز ولري.

د جزا نړیوالې محکمې څارنوالانو په لومړیو پلټنو کې چې دوی یې «بالقوه دوسیې» بولې شکمن عاملین په درو برخو کې مشخص کړي دي. په دې کې طالبان او د هغوی متحدین، افغان چارواکي او د امریکا متحدو ایالاتو د وسله والو ځواکونو او مرکزې استخباراتي ادارې غړي شامل دي.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په دې هکله رسمي څیړنې پیلول چې آیا امریکايي پرسونل په افغانستان کې د احتمالي جنگي جنايتونو مرتکب شوي، د دغې محکمې او متحدو ایالاتو تر منځ به اړیکې نوري هم ترینگلي کړي. امريکا لا تر اوسه د دغي محکمې غړی نه دی او په تیرو وختونو کې يې سخت مخالفت کړی دی.

د جزا نړیوالې محکمې څارنوالانو په دغه بریښنا لیک کې رويترز خبري آژانس ته لیکلي دي چې په نومبر میاشت کې د بینسواد دفتر رپوټ په ځانگړې توگه د افغانستان حکومت له لوري غبرگونونه لرل چې په تعقیب یې افغان حکومت د روان میلادي کال په سر کې ډیر معلومات چمتو کړل.

دغه معلومات چې په هیواد کې دننه د احتمالي جرمونو تعقیب پکښې هم شامل دی، اوس په محتطانه ډول ارزول کیږي. د جزا نړیواله محکمه یوازې په هغه صورت کې قضایي اختیار لري چې یو غړی هیواد، لکه افغانستان دغه څه ونه غواړي او یا هم د پلټنو توان و نه لري.

د میرمن بینسواد دفتر، بې له دې چې کوم مهال ویش وښوول شي ویلي دي چې کله د نویو معلوماتو په هکله د دوی ارزونه بشپړه شي، په دې هکله وروستی تصمیم نیول کیږي چې پلټنې پېل شي که نه.

په امستردام پوهنتون کې د جزا د نړیوالې محکمې کارپوه کیون جان هیلر ویلي دي چې دغه گام د جزا د نړیوالې محکمې د یوه شاتگ په توگه انگیرل کیږي.