1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلي په اړه اندېښنه

afp۱۳۹۳ بهمن ۱۳, دوشنبه

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیري ویلي دي چې اوس په افغانستان کې د «اسلامی دولت» ډلي د فعالیتونو د غځیدو ستر گواښ موجود دی. دا په داسي حال کې ده چې اوس په افغانستان کې د دغي ډلي د فعالیتونو ډیري لږ نښانې لیدلي کیږي.

https://p.dw.com/p/1EUOD
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/Lefteris Pitarakis

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیري جولي بیشپ، د بریتانیا د بهرنیو چارو او دفاع له وزیرانو سره په خبرو کې ویلي دي چې هغه افغانستان ته په خپل وروستي سفر کې د اسلامي دولت ترهگري ډلي جنگیالیو او طالبانو غړو تر منځ له ځینو اړیکو خبره شوې ده.

هغې زیاته کړې ده: «خو د دې په اړه چې اسلامي دولت په افغانستان کې حضور لري، ډیر شواهد په لاس کې نه شته.» د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي: «خو موږ په دې خبر یوو چې که اسلامي دولت له عراق او سوریې څخه خپل پام واړوي نو د طالبانو داسي یوه ډله شته چې د هغوی د ظالمانه ایدالوژۍ منلو ته چمتو ده.»

د اسلامي دولت جنگیالیو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې یو بل جاپانۍ برمته شوی یې هم وژلی دی. بیشب وویل، نړیواله ټولنه دې ته ژمنه ده چې اسلامي دولت وځپي او په تدریج سره یې له منځه یوسي: «له همدې کبله زموږ ډیر تمرکز پر عراق باندي دی. له دې کبله چې اوس ځینې کسان غواړي افغانستان ته ورسیږي، دا د اسلامي دولت د له منځه وړلو له پاره زموږ ژمنه نوره هم قوي کوي.»

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیري زیاته کړه: «د ترهگرۍ دغه گواښ چې موږ د اسلامي دولت یا داعش، بوکو حرام او نورو ډلو په شان لیدلي دي ښيي چې دغه ډله غواړي يو شمېر سیمي په خپل کنترول کې راولي خو د دولتونو، سرحدونو او قوانینو له پاره هیڅ ډول احترام نه لري. هغوی د بشريت او مدني چلن له پاره هم هیڅ درناوی نه لري.»

په دې غونډه کې بریتانیا چارواکو هم د اسلامي دولت له خوا د رامنځ ته شوي گواښ پر مخنیوي باندي ټینگار وکړ او ویې ویل چې پر عراق او سوریې سربیره باید له دغي ډلي سره د نړۍ په نورو برخو کې هم مبارزه ته چمتوالی رامنځ ته شي.