1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د القاعدې او داعش په هکله خبرداری

۱۳۹۴ آبان ۴, دوشنبه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په افغانستان کې د القاعدې ترهگرې شبکې د بیا رامنځ ته کیدو او افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش په هکله له یوه جدي گواښ څخه خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1Gu9a
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له قوله لیکلي دي چې د دې خطر شته چې افغانستان یووار بیا د ترهگرو په خوندي پټنځای واوړي. هغه له امریکا متحدو ایالاتو او ناټو څخه د دغو ترهگرو پر شا تمبولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د حنیف اتمر له لوري دغه څرگندونې د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما تر هغه اعلان وروسته کیږي چې په افغانستان کې به د ۹۸۰۰ امریکایي عسکرو یوه برخه په راتلونکو کلونو کې هم په دغه هیواد کې پاته شي. بارک اوباما په دې ډول له سپینې ماڼې څخه تر تلو د مخه د ځواکونو د راایستلو ژمنه څنډولې ده.

د شنبې په ورځ ناوخته له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په یوه مرکه کې حنیف اتمر ویلي دي چې القاعده، طالبان، اسلامي دولت ډله یا داعش او د حقانې د بې رحمه شبکې په شمول نورې ډلي د «شکل نیولو په حال کې دي.» هغه زیاته کړې ده: «هغوی د تنزیل په حال کې نه دي، بلکي ځانونه یې بیا رغولي دي.»

اتمر په خپلو څرگندونو کې خبرداری ورکړ چې د یاغیانو ډلې خپل ځانونه بیا تنظیموي، خپلو لیکونو ته جنگيالي جذبوي او د تیر کال په پای کې د متحدو ایالاتو په مشرتوب په افغانستان کې د ناټو د جنگي ماموریت تر ختمیدو وروسته د افغان امنیتي ځواک له کمزورښته په گټې اخیستو سره له بهر څخه مرستې تر لاسه کوي.

د امریکا متحدو ایالاتو له لوري له افغانستان سره دوامدراه مرسته د سپتمبر میاشتې پر ۲۸ نیټه د طالبانو له لوري د لنډې مودې له پاره د کندز ښار نیولو وښودله. په ۲۰۰۱م کال کې له واک څخه د طالبانو تر راپرځولو وروسته دا لومړی وار وو چې طالبان دې کوم ښار ونیسي.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاته کړې ده چې د هلمند ولایت د مرکز لښکرگاه او د فراه ولایت د مرکز په شمول ځیني ښارونه د طالبانو له گواښ سره مخامخ دي.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې طالبانو د خپل تکتیک بڼه بدله کړې او د تیت او پرک جگړې او بمي بریدونو پر ځاي پر ښارونو باندې همغږي بریدونه کوي او افغان امنیتي ځواک یې له دې چیلنج سره مخامخ کړی چې د جگړې پر ځای سیمي وساتي.

دې کار یاغي ډلو ته ښه زمینه برابره کړې ده چې افغانستان ته مخه کړي، په ځانگړې توگه له پاکستان څخه چیري چې د تیر کال له جون میاشتې راهیسې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د یاغیانو پټنځایونه له منځه وړل شوي او یاغیان له دغو سیمو افغانستان ته تللي.

اتمر په خپلو څرگندونو کې زیاته کړې ده چې د چین، ازبکستان او منځنۍ آسیا د نورو هیوادونو او د روسیې په شمول یو شمیر ډلې له افغانستان څخه «خپلو اصلي هیوادونو» ته د رسیدو له پاره د یوې وسیلې په توگه کار اخلي.

د ملي امنیت سلاکار په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د هغه څه په اړه چې پوهیدو ته اړتیا ده د ترهگرو هغه شبکه ده چې موږ ورسره مخامخ یو او ښایي دغه څه د سیمي هر هیواد ته او د غځیدو په صورت کې ټولي نړۍ ته گواښ وي. هغه په اصولي توگه پاکستان ته په اشارې سره وویل: «موږ هیله من یو چې دغه ارزونه یوازي د منځنۍ آسیا، روسیې او چین له لوري شریکه نه شي، بلکې سویل او ختیځ کې زموږ د گاونډیانو له خوا هم وارزول شي.»

د اتمر په خبره له ۲۰۱۱م کال څخه تر ۲۰۱۳م کال پوري په موده کې په چټکۍ سره د امریکايي او ناټو ځواکونو د شمیر راکمیدو له کبله القاعده یو ځل بیا افغانستان ته راوگرځیده. هغه د القاعدې د بیا راگرځیدو له پاره له افغانستان څخه په یوه وخت د استخباراتو او هغو استخباراتي ټینکالوژۍ وتل مسئول وبلل چې نړیوالو ځواکونو برابره کړې وه.

هغه په خپلو څرگندونو کې افراطي ډله «اسلامي دولت» یا داعش د یوه «وجودي گواښ» په توگه یاد کړ، ځکه چې په وینا یې د دغې ډلې غړې یوازې ناراضي طالبان نه دي، بلکې په سوریه او عراق کې د دغې ډلې له مشرتابه سره «بنیادي اړیکي» لري.

اتمر ویلي دي: «هغوی له اسلامي دولت سره [په سوریه او عراق کې] ښې اړیکي لري. اسلامي دولت هغوی ته قومانده ورکوي او کنترولوي یې، اسلامي دولت هغوی تمویلوي، اسلامي دولت هغو ته ستراتیژي ورکوي. موږ په دې کې هیڅ شک نه لرو.»

د اسلامي دولت، ډلې پلویانو په ننگرهار کې قدم ایښی، چیرې چې هغوی له دولتي ځواکونو او طالبانو سره په جگړه اخته دي. د اتمر په وینا له داعش څخه د ولسوالیو د بیرته نیولو له پاره پوځي عملیات ادامه لري: «هغه څه چې دغه ډله ورته د خپلې بقا او ودې له پاره اړتیا لري پټنځایونه دي که هغه په پاکستان کې وي که په افغانستان کې. هغوی په پاکستان کې له لسیزو راهیسې دغه پټنځایونه لري.»

د ملي امنیت سلاکار په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې که د طالبانو ستونزه له تروریزم سره د مبارزې او یا هم د سولې او پخلاینې له لاري حل نه شي نو دغه عناصر به وده وکړي، ځکه چې هغوی یوه کوربه او خلپو لیکو ته د کسانو جذبولو ته اړتیا لري. د اتمر په خبره موږ باید پرې نه ږدو چې افغان طالبان د هغوی له پاره په یوه داسي امکان واوړي.

اتمر له پاکستاني چارواکو څخه غوښتي دي چې پر طالبانو باندي خپل نفوذ وکاروي. پاکستان د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د لومړنۍ خبرو اترو کوربه توب پر غاړه درلود، خو د ملا عمر د مړیني له خبر وروسته دغه خبرې اترې وځڼدیدې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب